چرس څکول څنګه ترک کړم ؟

اسلام علیکم ور حمت الله
قدرمنه وروره که چیرته یو سړی له حو کلونو په چرسو باندې معتاد وي او پریخودو کې خوصیله د لاسه ورکړي  ډیر کوشش یی کړی وي چی پريږدي خو نه کيږي نو ستاسو نظر غواړو چی څه کول په کار دی ستاسو د جواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

چرس څکول د مذاهبو په اتفاق حرام دي ځکه نشه کوونکي ماده ، د عقل د زوال سبب ګرځي او بدن ته زيان رسوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام …. رواه مسلم (2003) .

ژباړه: ټول نشه کوونکي شراب دي ، او ټول نشه کوونکي حرام دي ،

قال الحافظ ابن حجر : ” واستُدل بمطلق قوله : (كل مسكر حرام) على تحريم ما يسكر ولو لم يكن شرابا ، فيدخل في ذلك الحشيشة وغيرها . “فتح الباري” (10/45) .

ابن حجر وايي ټول شيان چې نشه ولري حرام دي که څه هم شراب نه وي لکه چرس او نور .

السياسة الشرعية ليکلي : همدارنګه چرس چې د بنګو يا چرسو له بوټې جوړيږي حرام دي ، او دا تر شرابو بد دي له جهته ددې چې د عقل او فکر خرابونکي دی ، خمر او شراب له دې جهته خبيث او بد دي چې دوښمنۍ او جګړې ته تحريک کونکی دي او دا ټول د الله جل جلا له  د ذکر او لمونځ لرې کوونکي دي ( السياسة الشرعية ص ۹۲ ).

او همدارنګه تجارت او زراعت (کرهنه ) يې حرام دي .

فقه علی المذاهب الاربعه ليکي :

حكم الاتجار بالمخدرات

لقد اشتغل بعض المسلمين بتجارة المخدرات من الخمور، والحشيش والأفيون، والكوكايين، لما تدر عليهم تجارة هذه الأشياء من الربح الطائل، من أسهل الطرق ويصلون إلى الغنى الفاحش في أقرب وقت. مع أن الشريعة الإسلامية تحرم هذه الأرباح، وتعتبر أن عيشة أصحابها من الحرام.

حرمة زراعة الحشيش

اتفق الأئمة على تحريم زراعة الحشيش، والخشخاش، لإستخراج المادة المخدرة منها لتعاطيها أو الإتجار فيها، وحرمة زراعتهما من وجوه

د چرسو څخه د خلاصون لاره :

کله چې رښتنې مؤمن ته د الله تعالی حکم او پند ورسيږي چې دغه شی حرام له هغه څخه منع شئ نو فوراً پرته له ځنډ او دليل څخه بايد هغه ترک کړي که يې ترک نلري نو د الله تعالی د عذاب سره مخامخ کيدونکی دی .

کله چې د خمرو (شرابو ) د تحريم حکم نازل شو ، مسلمانانو فوراً هغه ترک کړل حتی د هغه د څښلو لوښي يې مات کړل .

د ترک لپاره فوري او قطعي عزم په کار دی او خپل نفس ته دا ويل پکار دي چې د دوو لارو څخه يو انتخاب کړه ! پرېښودل او يا د دوزخ په اور باندې ورختل  .

او دا چې انسان ته وسواس پيدا کيږي چې د عمل پريښودل سخت دي دا شيطاني وسواس دي چې د ايمان سره هيڅ نه لګيږي .

ددې خبيث او مردار عمل پريښودل د پاکۍ ، د ايمان قوت او د الله تعالی رضاء ، د کورنۍ او قريبانو محبت ، عزت او وقار ، د بدن روغتيا ، د مال د برکت سبب دی .

نو پداسې ستر او لوی خير کې بيړه پکار ده ددې خبيث عمل څخه فوراً لرې کيدل پکار دي .

او په ددې خبيث عمل معتاد اوسيدل يوې ثانيه لپاره هم سخت خطرناک دي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email