الولاء و البراء ( دوستي او دوښمني )

د الولاء او البراء لغوي معنی :

الوَليُ : په لغت کې دوست، نږدې ، قريب او ملګري ته وايي .

الولاء ، وَلاية : مصدر دی چې حمايت نصرت او مدد ته وايي .

البراء : بېزارۍ ، لرېوالي ، بعض او دوښمنۍ ته وايي .

اصطلاحي معنی :

الولاء : د الله تعالی ، رسول الله ، اسلام او مسلمانانو سره محبت او د الله تعالی د دين او د هغه اتباع (مسلمانانو) نصرت او مدد کول .

البراء : د الله تعالی د دوښمنانو، رسول او ټولو اسلام دوښمنو سره بعض د هغوی د عقائدو او افکارو څخه بېزاري او لرېوالی او د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د هغوی د دوستۍ او ملګرتيا څخه لرې اوسيدل .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email