ډلې ډلې کسان په اسلام کې داخليږي

د 290 کسانو اسلام راوړل :

 د  “التعليم والتنمية” موسسي اعلان وکړ چې د افريکا مرکزي هيواد  “بروندي” شمال د “تشانكوزو” د ولايت په يو کلي کې 290 کسان په اسلام مشرف شول .

د نومړې موسسې يو تن “الشيخ جلال المريسي” وايي : دا کسان وروسته له هغه مسلمان شول چې کله د دعوت د قابلې څخه “شيخ عبدالرحمن بن عبدالله السحيم” د کلي له نصاراؤ سره اوږده مناظره وکړه او هغوی ته يې قناعت ورکړ .

د 85 کسانو اسلام راوړل:

په غنا کې اسلامي داعي شيخ “عادل الشعراوي” اعلان وکړ چې 85 کسان وروسته له هغه په اسلام مشرف شول چې د دعوت الی الله قافله په هر کلي کي د الله تعالی د ذکر لپاره سفر لرلو او دغه د دعوت قافله د “الفرقان “خیریه ټولنې په مرسته چمتو شوې وه . کله چې نومړې قابلې د هيواد په شمال کې د “هو Ho”په نوم ولايت له دوو کليو څخه ليدنه وکړه دغه کسان په اسلام مشرف شول .

د 75 کسانو اسلام راوړل:

همدارنګه د  “مركز دعوة الصينيين” دعوتي پروګرام مدير شيخ  “فارس المطيري” اعلان وکړ چې د الخبر په ښار کې د  “ابتسامة وهداية” په نوم دعوتي پروګرام په نتجه کې 75 چينايان په اسلام مشرف شول .

د مجلس د نورو فقراتو تر څنګ خلکو ته اسلام او د هغه اصلي هدف و ورپيژندل شول ، او په اسلام باندې وارد شوي اتهامات رد کړ شول .

مرجع اخبار

: http://www.alukah.net/world_muslims/0/109478/#ixzz4QDp9IFe0

: http://www.alukah.net/world_muslims/0/109333/#ixzz4QDsoGV8y

http://www.alukah.net/world_muslims/0/109443/#ixzz4QE4lG4TJ

Print Friendly, PDF & Email