د سودي بانکونو د تجارت او مضاربت غلوونکې حيلې

دوکتور وهبة زحيلي په معاملات معاصره ليکي : سودي بانکونه دوه ډوله کارونه تر سره کوي ، خدمات او پانګه ونه يا سرمايه ګزاري د سودي بانک اکثره تعامل په قرض باندې دی او څه برخه يې روا او نا روا پانګه ونه ده .

د سودي بانکونو د قرض راکړه ورکړه تقريباً (78-80%) پورې رسيږي او د خدماتو په برخه کې پانګه ونه يې تقريباً (9-37%) ته رسيږي .

سودي بانکونه يوازې د سودي قرض د اخيستلو او ورکولو يو وسليه ده ، مثلاً د چا څخه چې قرض اخلي هغه ته 4% ګټه ورکوي مګر چا ته چې بانک قرض ورکوي د هغوی څخه 7% ګټه اخلي او سودي بانک دغه فرق د ځان حق بولي .

د بانک د دغه ډول ګټه اخيستل او ورکول په اجماع د امت سود دی او دا همغه د جاهليت د زماني (الربا الدين) يا د قرض سود بلل کيږي .

په دې باره کې مجتمع فقه اسلامي په مکه مکرمه کې علمي ناسته وکړه چې په دغه ناسته کې تر ۳۰۰ زيات علماء او د اسلامي فقهې پوهانو برخه لرله او د بانک ګټه يې سود اعلان کړه .

ځينې بيا دا حيله جوړوي چې د بانک ځينې برخي سود نه بلل کيږي بلکي هغوی پر دغه پانګه باندې مضاربت او تجارت تر سره کوي دا خبره خطاء او غلطه ده ځکه په مضاربت کې د ګټې ثابت تعينول باطل دي .ځکه په مضاربت کې ګټه او خساره د حساب کولو وروسته څرګنديږي دلته که فرضاً خساره هم شوی وي ګټه ثابته ده چې دا اصلاً په قرض باندې سود دی او په مضابت کې د ګټې ثابتول باطل دي .

المعاملات المالية المعاصرة – وهبة زحيلي (ص ۲۴۸ ) .

همداسې د بانک لخوا د اجناسو خرڅول او اخيستل چې قبض او تسليم پکې نه وي باطل سودي لين دين دی .

او ځينې سودي بانکونه د خلکو د غلولو لپاره د اسلامي بانکدارۍ په نوم ځانګړې څانګه لري يا د هغه د جوړولو پلان لري دا کار هم باطل دی ،د سودي ادارې د تقويه کولو لپاره د عامو مسلمانانو د غولولو لپاره يوه حرامه حيله ده .

دا کار هلته کيدای شي چې د سود څخه پوره توبه وباسي او خپل ټول حسابونه د اسلامي شريعت موافق جوړ کړي که نه حلال له حرامو سره نشي جمع کيدای .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email