پر کومو کسانو باندې لعنت ويل جايز ؟

د لعنت ویلو په باره کښی لږ معلومات که راته راکړی په کومو کسانو باندی لعنت ویل جایز دی آو آیا په کناهګار مسلمان او یا پر کافر باندی لعنت ویل جواز لری او که نه؟ نوټ: زیاتره خلک په فیسبوک کشی پر هر چا باندی لعنت وایی .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

پر مسلمان باندې لعنت ويل سخته ګناه ده ، په حديث شريف کې راغلي : « لَعْنُ المؤمن كقتله» (صحيح مسلم) .

يعنې : د مؤمن لعنت داسې دی لکه د هغه قتل او وژل .

په کفارو او ظالمانو او فاسقانو باندې په عمومي توګه لعنت ويل باک نلري لکه : د الله لعنت دې وي په شراب څښونکو ، يا د الله لعنت دې وي په سود خورو او يا لواطت کارو باندې (الآداب الشرعية -1/203) .

مګر په يو معين شخص باندې لعنت ويل دوه حالتونه لري :

اول- دا چې په شرعي نص سره يې لعنت ثابت شوی وي لکه ابليس ، او هغه کافران چې مړه شوي دي لکه : فرعون ، ابو جهل ، ابو لهب او نور ، (الآداب الشرعية -1/214) .

دوهم – دا چې کافر او يا فاسق ته په معين ډول لعنت ويل څنګه دي په دې کې اختلاف دی .

اول قول : په معين ډول جواز نلري .

دوهم قول : کافرانو ته جايز او فاسقانو ته نا جايز .

دريم قول : دواړو ته مطلق جايز دی .

د احتياط قول دا دی چې هغو کسانو ته چې الله او د هغه رسول لعنت استولی وي مطلق جايز دی ، مګر په معين توګه لعنت لکه : داسې ويل په فلاني دې د الله لعنت وي ، يا فلانی ملعون دی ويل يوازې مړه شوي کافر ته جايز دی مګر فاسق ته جايز نه دی ځکه ددې څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلي ، جناب رسول الله په عمومي توګه په شراب څښونکو باندې لعنت ويلی دی مګر د عبد الله بن حمار چې شراب يې څښل د هغه د لعنت څخه یې منع فرمايلي ده ( يعنې په معين توګه جواز نلري ) .

جاء في “مجموع الفتاوى” (6/511) :

” واللعنة تجوز مطلقا لمن لعنه الله ورسوله ، وأما لعنة المعين فإن علم أنه مات كافرا جازت لعنته ، وأما الفاسق المعين فلا تنبغي لعنته لنهي النبي صلى الله عليه وسلم أن يلعن عبد الله بن حمار الذي كان يشرب الخمر ، مع أنه قد لعن شارب الخمر عموما ، مع أن في لعنة المعين إذا كان فاسقا أو داعيا إلى بدعة نزاعاً ” اهـ ” انتهى .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email