قال رسول صلی الله عليه وسلم :«العبادة في الهرج کهجرة الیّ » (رواه مسلم).
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تکليف او فساد په زمانه کې عبادت داسې ثواب لري لکه زما سره يو ځای هجرت کول.
واقعاً د فساد او فتنو په زمانه کې چې کله فاسقان حاکمان شي ، رښتيا ويدونکي درواغجن بلل کيږي ، خاين امين بلل کيږي او امين خاين بلل کيږي ، کاسيات او عاريات (بې حجابه او بې شرمه ښځې) ښکاره شي ، منکرات او فحشاء څرګند شي نو دا د فساد زمانه ده . پداسې زمانه کې تقوی او عبادت زيات ثواب لري.
(Visited 37 times, 1 visits today)