په مدارسو او مکاتبو کې د خير د خپرولو طريقه

په مدارسو او مکاتبو کې د خير د خپرولو لارې

طريقة لنشر الخير في المدارس

الحمد لله ، والصلاة والسلام على خير خلق الله وآله وصحبه ومن والاه …        وبعد :

۱- د تربيوي غونډو جوړول ، يا د ځينې مناسباتو د غونډو څخه استفاده او د يوې مناسبې موضوع ټاکل .

۲- د لمانځه د ادا کولو وروسته د معلم يا متعلم لخوا د څو لنډو کلمو لوستل چې اږدې نه وي . او عنوانونه يې په ورځني يا مياشتنې شکل ترتيب شوي وي .

۳- د سبايي لين درېدولو څخه اعظيمي استفاده کول .

۴- د خير خپرول ، په زده کوونکو باندې د کتابونو ، رسالو او يا لنډو مطالبو ويشل چې مهم موضوعات پکې بيان شوي وي لکه : لمونځ ، بر الوالدين ، اسلامي حجاب او نور.

او يا هم په موسمي وختونو کې لکه : عاشوراء ، رمضان المبارک ، عرفه ، اخترونو کې د مناسبو موضوعاتو ويشل .

۵- د مسابقاتو په لاره اچول لکه :

د قرآنکريم مسابقه .

د سيرت نبی مسابقه .

د مسنونه اذکارو يادولو او آدابو مسابقه .

۶- په مدرسه کې د ويديو ، صوت او الکتروني وسائلو په وسيله د خير خپرول چې په څو دقيقو کې تر زياتو کسانو مهم مطلب رسیږي .

۷- د طلابو ليدنه کول له علماؤ ، کتابتون ، د دعوت اسلامي مرکز ، او يا په مخدره موادو د اخته کسانو د خطرناکو پايلو څخه ليدنه او عبرت اخيستل .

۸- په مدرسه او مکتب کې د عامه کتابتون موجوديت .

۹- په يوه تخته باندې د مسنونه اذکارو ليکل لکه : د سورلی دعا ، د خوراک د شروع او پای دعا او نور ، تر څو زده کوونکو ته آسانه او ورباندې عادت شي .

۱۰- په مکاتبو کې د علمي دورو پرانيستل لکه : د علم تجويد دوره ، د لمونځ د عملي طريقې دوره او نور .

۱۱- زده کوونکي له نفلي لمونځونو سره عادت کول ، مثلاً د قرآنکريم په دوره کې د زده کوونکو اودسونه وي يا هغوی ته د اودس لپاره وخت ورکول ، او بيا هغوی ته د اشراق د نفلي لمانځه د ادا کولو لپاره وخت ورکول .

۱۲- د زده کوونکو اولياؤ ته د تنبه په توګه د ځينې مطالبو ور ليږل لکه : د اولاد د تربيت اهميت ، د خير په لاره کې په اولاد باندې د انفاق اجر او ثواب.

۱۳- د عصري بلاوو او آفاتو په اړه د خطر اعلانات لکه : د موسیقي اوريدل،دکفري او او شيطاني فلمونه او سريالونو او ګيمونو کتلو خطرناکي ديني ، اخلاقي ، اقتصادي ، علمي او بدني زيانونه .

۱۴- د لوحو نصوبول او په هغه باندې د احاديث ليکل او وخت په وخت يې بدلول .

۱۵- زده کوونکو ته د قصص انبياء ، سيرت نبي ، سيرت صحابه او نورو مفيدو کتابونو ادرس ورکول ، د اسلامي انترنټ پاڼو ادرس ورکول .

۱۶- د معلم د فکر او ثقافت د روزنې لپاره د علمي حلقاتو پرانيستل .

۱۷- زده کوونکي عامه خيریه کارونو ته تشويق کول لکه : د یتيمانو کفالت ، د والدينو سره مرسته کول ، د جومات په خدمت او بناء کې ونډه اخيستل ، لار ورکي ته لارښوونه کول ، د ګاونډې سره ښه سلوک ، چاته ضرر نه رسول ، پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ، د ميلمنو اکرام او عزت ، د خپلوانو پالل ، په نيکی أمر او له ناروا کارونو څخه منع کول .

إبراهيم الحمد ، صيد الفوائد

ژباړه او خپرونه : قافله دعوت الی الله (آن لاين اسلامي لارښود)

Print Friendly, PDF & Email