د پلار د مال څخه د اجازې پرته صدقه ورکول

محترمو استاذانو السلام علیکم ورحمة الله.
الله ج، نه موروغ جوړ اوداسلام لپاره قوي غواړو محترمه پوښتته مې دا ده چې د کور په اسباب چې د مشر لکه پلار تره وغیره نه اجازت ونه لرې په جهاد کې مصرف کولای یا لګولی شې لکه د کور ټوپک موټر پیسي وغیره  د جواب په هیله.
محمد عمر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم زوی چې جانګړی کسب او کار نه کوي د پلار سره کار او کسب کوي نو هغه د پلار مدد کار بلل کيږي ، مال د پلار ملکيت دی ، د اجازې پرته د هغه په مال کې تصرف کول جايز نه دي .

( أَنْتَ وَمَالُكَ لأَبِيكَ ) رواه ابن ماجه ( 2291 ) ، وابن حبان في صحيحه ( 2 / 142 )

الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص۸۲).

«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلةـ مادة1398)

مګر که زوی جلا کسب ولرې نو د والدين او اهل د نفقي څخه علاوه د ده ملک ګڼل کيږي څنګه چې غږاړي پخپل ملک تصرف کولای شي .

و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار ا‌لولد معيناً لابيه 1-‌اتحاد الصنعة ٢- فقدان‌ الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابن‌في عيا‌ل ابيه‌»‌.(درالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421).

يعنې: په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي  .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email