قرض ايستوونکي ته اجرت ورکول

د آنلاین اسلامي لارښود ویب پاڼي درنو کارکونکو !

                                                       السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الله جل جلاله مو په دارینو کې کامیاب او سر لوړي لره الله تعالی مو دا ستر خدمت قبول کړه
پوښتنه مي دا وه چې :
آیا بل کس ته دپور په ورکښلو باندي اجره اخیستل روا دي که نه ؟

مثلاً دیو کس په یوه  ښار کې په چا پور باندي دی بل شناخته یا نابلده  کس

هغه ښار کې د خپل رسوخ او شناخت له امله کولای شي چې پور یې ورته

راوکاږي خو دا روا ده چې له هغه چا پيسې واخلي د چا چې پور باندي دی .

                             اسد بری له هلمند څخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې جايز صورت دا دی چې تاسې د خپلې طرف نه هغه کس خپل وکيل وټاکئ ، د قرض په معامله کې د وکيل نيول جايز دي .

او بیا هغه ته څه اجرت وټاکئ ، ځکه چې په وکالت باندې اجرت اخيستل جايز دي.

جاء في فتاوی الهندية : ۵۶۴/۵ :

وَيَجُوزُ التَّوْكِيلُ بِالْبِيَاعَاتِ وَالأَشْرِبَةِ وَالإِجَارَاتِ وَالنِّكَاحِ وَالطَّلاقِ وَالْعَتَاقِ وَالْخُلْعِ وَالصُّلْحِ وَالإِعَارَةِ وَالاسْتِعَارَةِ وَالْهِبَةِ وَالصَّدَقَةِ وَالإِيدَاعِ وَقَبْضِ الْحُقُوقِ وَالْخُصُومَاتِ وَتَقَاضِي الدُّيُونِ وَالرَّهْنِ وَالارْتِهَانِ كَذَا فِي الذَّخِيرَةِ .

جاء في فقه الاسلامي دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

تصح الوكالة بأجر وبغير أجر؛ لأن النبي صلّى الله عليه وسلم كان يبعث عماله لقبض الصدقات ويجعل لهم عمولة  ، ولهذا قال له أبناء عمه: «لو بعثتنا على هذه الصدقات، فنؤدي إليك ما يؤدي الناس، ونصيب ما يصيبه الناس» أي العمولة، ولأن الوكالة عقد جائز لا يجب على الوكيل القيام بها، فيجوز أخذ الأجرة فيها، بخلاف الشهادة فإنها فرض يجب على الشاهد أداؤها.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email