د استاذ احترام

د علماء لپاره لوړې درجې دي ، علماء د انبياء وارثان دي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« فضل العالِم على العابد كفضلي على أدناكم»

ژباړه : د علم فضيلت پر عابد باندې داسې دی لکه زما فضيلت د تاسې څخه په يو ادنا باندې .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ان الله وملائكته وأهل السموات والأرضين حتى النملة في حجرها، وحتى الحوت ليصلون على معلم الناس الخير» (أخرجه الترمذي، ۵/ ۵۰) .

 ژباړه:(يقيناً الله تعالی، د هغه ملائکې، د آسمانونو او ځمکو اهل او حتی په غارونو کې ميږيان او حتی ماهيان په هغه باندې درود وايي چې خلکو ته په خير باندې لارښوونه کوي) .

د ټولنيزو حقوقو څخه يو دا دی چې والدين خپلو اولادونو ته د استاذ د احترام نصيحت وکړي ، لکه : استاذ ته د مخامخ کېدو پر مهال د سلام کول ، په ادب سره کيناستل او د هغه درس او خبرو ته غوږ نيول ، د غږ نه پورته کول او داسې څه نه کول چې هغه يې بد ګڼې او د هغه د هر ډول بې احترامۍ څخه ځان ساتل .

اولاد په دې باندې پوه کول چې چا د خپل استاذ اهانت کړی دی د هغه بې احترامي يې کړی وي هغه به هيڅکله د علم نافع خاوند نشي کیدای .

نن ډيرې کورنۍ د خپلو اولادونو د ادب او تربيې څخه غافله دي همدا وجه ده چې د اولاد څخه کلی ، کوچه او مکتب نا آرامه او په تکليف دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email