ايا موسيقی رښتيا هم د بشر د روح غذا ده

 

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم 
 
 أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد۲۸)
 
آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
 
ګرانولوستونکو!
ځنی دموسيقی عاشيقان پدی نظردی چه موسيقی دروح غذا ده .
ولی داسې نده موسيقي  يواځې دخيالی نوسانوهغه ټالونه دی چه يواځې دموسيقۍ پروخت کې سړی ډيرو لوړو امواجوکې زنګوی  .
يواځې شهوانې خيالونه دي ،چه يايې  داوريدو ليارې اويا د برقي  آلاتو په وسيله دښيښی پرمخ وينی اوپه شهوانی يا عاشيقی درامو کې  يې زنګوي  .
که موسيقي  رښتيا هم دانسان  روح تصفيه کولای شوای نو نن ورځ خو  کفری نړی دښه پرمختګ په حال کې ده .
ولی په هغه نړی  كي چی نن ورځ څومره مشکلات  خودکشي ،دبدکاريو امراض ،داسې  بدکارونه چی په حيوانی نظام کې هم وجود نلری موجود دي  .
ليکل يی شرم دی ،زمونږ ټولنه دی خدای (ج) تری وساتي  .
 
ولې داسې نده موسيقی دنفاق غذا ده :
‹‹ العناء ينبت النفاق کماينبت الماء الزرع ‍‌›› (ابوداود بيهقي ).
لکه اوبه چی کښت تازه کوی همداسې موسيقي نفاق هم تازه کوي .  
موسېقي ځيني اثرات لرې چي آورېدونکی يې ور باندي متأثر کېږي  ، يو داچې د مسلمان په زړه کې نفاق  ته وده  ورکوي نفاق زړه مصروف ساتي چه ( دخدای (ج) له ذکره غفلت ، په عباداتو کې سستي،دزړه توروالی اود اسلامی شعائرو سپک نظری افکار ) تازه کوي  .
روح هغه جسم  دی چه يواځی الله (ج) ورباندې  پوهيږي  هغه (ج) يی پالنه کوي  او دهغه پهامر چليږي  .
او همدغه روح پالونکی خدای (ج) بيا دروح تسل او اطمنان دالله (ج) ذکر ښودلی دی لکه په پورته قرآنی آيت شريف کی .
  پدی کې خو هيڅ شک نشته چه په ټولو کناهونو او منکراتو کې خوند شته ولی عواقب او پايلی يې  ډيرې خطرناکی دي  .
يوخو دروح غذا ده (تسل او سکون قلبی ) او بل خوند دی دا دوا
ړه ډير يوله بله توپيرلري .
تسل اوسکون دحال او راتلونکی لپاره يوښه  زيری او خوشحالی ده.
ولی حرام خوند دڅودقيقو نه بغير ټول عمر ځور او غم دی.
نوواضح شوه  چه موسيقی هغه هم ننیۍ موسيقي يوه خوندوره شيطانی غذاده  چه دروح سره هيڅ تعلق نلری
اوهيڅ وخت دروح غذا نشی کيدای
 
حمدالله شاکری   
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 31 times, 1 visits today)