په مزدلفه کې شپه تيرول

د عرفې په ورځ کله چې لمر ولوېږي ماښام شي حجاج کرام به د مزدلفې په لوري روان شي په لاره کې به تلبِيَه ، تهليل او تکبير وايي .

په مزدلفه کې شپه تيرول سنت او وقوف واجب دی که څه هم يوه لحظه وي د وقوف وخت د صباح ختلو يا صبح صادق څخه تر لمر ختلو پورې دی .

مزدلفه د بطن مُحَسِّر پرته ټول د وقوف ځای دی مګر د قُزَح غره سره چې اوس مهال هلته جومات جوړ شوی دی نږدې درېدل افضل دي او د امام سره د ماښام او ماسختن لمونځ يو ځای ادا کول .

په مزدلفه کې سنت او مستحب کارونه :  

۱- غسل کول مګر که اوبه پيدا نشي د تيمم وهل جايز دي .

۲- د دوو لمونځونو (ماښام او ماسختن ) يو ځای کول او دواړه د ماسختن د لمانځه په وخت کې ادا کول .

۳- ددې شپې سبا کول په عبادت سره لکه : نفلي لمونځونه ، د قرآن تلاوت ، ذکر او دعا کول او حد اقل د شپې آخرې حصه په عبادت سبا کول .

۴- د نيمې شپې وروسته د جمرو ويشتلو لپاره (۷۰) دانې شګو ټولول ، چې د نخود د دانې په اندازه به وي ،تر هغه لويې مکروه دي او همدانګه ماتول يې مکروه دي .

۵- په مشعر الحرام کې وقوف کول او د امکان په صورت کې د جومات سره وقوف کول ځکه جناب رسول الله عليه وسلم چې په کوم ځای باندې وقوف کړی هلته اوس مهال جومات جوړ شوی دی، مګر که تکليف او ازدحام وي د هغه څنګ يا د مزدلفې په هر ځای کې درېدل پکار دي.

۶- د سهار لمونځ په اول وخت کې ادا کول ، او د سهار مسنونه اذکار لوستل .
۷- د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې د مشعر الحرام سره مخامخ قبلې ته درېدل او وقوف کول ، تحميد ، تهليل ، تلبیه او دعا کول .

ځکه چې الله سبحانه وتعالی په دغه مقام کې د ذکر کولو حکم کړی دی :

[فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ ، ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ] (البقرة: ۱۹۸-۱۹۹).

ژباړه: او کله چې د عرفات څخه را ښکته شوئ نو په مشعر الحرام کې الله پاک په همغه شان ياد کړئ چې څنګه يې تاسې ښوونه کړې ده که څه هم تاسې له دې وړاندې بې لارې واست ، بيا د نورو خلکو په شان راښکته او له الله څخه بښنه وغواړئ بې شکه چې الله پاک بښونکی مهربان دی.

حجاج کرام به د جمراتو تر پيل کولو پورې د تکبير او تلبِيَه شعارونه ورکوي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عمل کړی دی .

۸- د لمر ختلو مخکې د ضعيفو ښځو او نورو انتقال جمراتو ته جاير دی .

۹- د مُحسِر په وادي کې تيز تلل پکار دي کچېرې پياده وي او همداسې له دې ځای نه د سورلۍ تيز تيرېدل سنت دي.

۱۰- د مزدلفې څخه به په پوره آرام او سکون سره د منی په لورې تلل ، له بېړې ، تيز تګ او نورو ته مزاحمت رسولو به ډه ډه کول .

ځکه چې په حج کې نورو ته ضرر رسول ، بې حوصله کېدل او جنجال نشته .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ (البقره :۱۹۷) .

ژباړه : په حج کې د ميرمنو سره جماع يا د جماع خبرې ، او ګناهونه او شخړې او جنجال کول نشته .

صوت (په غږ کې )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email