د حج د مناسکو لومړۍ ورځ د منا په لورې

۱- د احرام تړل او د حج نيت کول .

د ذِي الحجه په آته يا د (يوم التروية ) په ورځ به حجاج کرام د احرام مخکې خپل نوکان ، د شرمګاه ويښتان لرې کړي غسل به وکړي او يا به اودس وکړي پخپل سر او بدن به خوشبويي ووهي ، د احرام په جامه به خوشبوهي نه وهي ، بيا د احرام جامه (لنګ او څادر ) واغوندي که مکروهه وخت نه وي دوه رکعته د احرام لمونځ به ادا کړي .

ښځې به داسې ګنډلې جامې اغوندې چې پراخه وي ، جالب رنګ او زينت واله نه وي او ټول بدن پټ کړي ، د احرام پر مهال به يوازې مخ او لاسونه نه پټوي .

وروسته به په زړه کې د حج نيت وکړي او يا به داسې ووايي :«اللهم اني اريد الحج فَيَسِرهُ لي و تَقَبَّلْهُ مَني» (ای الله ! زه د حج اراده لرم ما ته يې آسانه کړې او زما څخه يې قبول کړي .

وروسته په زوره تَلبِيَه ووايي : « لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك » .

ښځې به تلبِيَه په ورو سره وايي .

کله چې حجاج کرام د حج نيت وکړي او احرام واغوندې نور نو د حج په مناسکو کې داخل شول ، ګنډلې جامې به نه اغوندې ، سر او مخ به نه پټوي ، موزې او بوټونه نه اغوندې ، چوټه ،او جېرابې نه اغوندې ، نوکان او ويښتان به نه لرې کوي ، جنګ او جنجال ، د ګناه خبرې او کارونه به ترک کوي ، د خپلې ښځې سره جماع او شهوت او جماع خبرې نه کوي .

نورو ته به ضرر نه رسوي ، د بل غيبت او بهتان به نه کوي ، تصويرونه نه اخلي او د حج مناسکو ته به په پوره خشوع متوجه وي.

۲- د منا په لورې سفر :

له ځانه سره به څه اندازه خرما ، بيسکوت او د اوبو پتک واخلئ ځکه چې په منا کې کيدای شي د خوراک څه انتظام وي خو په عرفات کې معلوم نه وي نو له ځانه سره به دومره خوراک واخلي چې دوه دری څاښته ورباندې تير شي ، همدارنګه د قربانۍ پیسې او نور ضروريات به له ځانه سره واخلي.

د سهار د لمانځه له ادا کولو وروسته به منا ته روانيږي، بس ته د ختلو پر مهال به د سفر دعا ووايئ ، نور به د ختلو ، ښکته کيدو سفر پر مهال په جګ آواز تَلْبَيه وايئ .

په ځينې خلکو کې دا غلطي وي چې کله د حجاج کرامو کاروان د منا پر لورې روان شي پر لاره باندې ، تلبِيَه نه وايي او يا هم په زوره او جګ آواز تلبِيَه نه وايي چې داسې کول د سنتو خلاف دي.

حال دا چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله د حج کاروان د منا په لوري روان شو جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم به صحابه کرامو ته په جهر سره د تلبيه او تهليل امر کولو .

دا ځکه چې معلوم شي دا د حج کاروان دی د منا په لوري روان دي تر څو پر دوی باندې ډبرې او نور شيان د قيامت په ورځ ګواهي ورکړي .

۳- په منا کې د شپې تيرول :

په منا کې د شپې تيرول سنت دي او هلته به پنځه لمونځونه (ماسپښين ، مازديګر، ماښام ، ماسختن او د سهار لمونځ ادا کوي ) .

خپل وخت به د زړه په حضور او خشوع د قرآنکريم په تلاوت ، استغفار ، تلبِيَه ، تهليل او دعا تيروي

او ددې حرص او فکر به ورسره وي چې د حج ټول مناسک په صبر او حوصله د عذر پرته د مستحباتو په شمول پوره ادا کړي .

له بې ځايه او عبثو خبرو او وخت ضايع کولو او بې نوبتۍ به ډه ډه کوې ځکه چې تن احرام مو په تن دی او د حج په مناسکو کې داخل ياست له هر ډول ناوړه وينا او کرادار څخه ځان ساتل پکار دي .

آن لاين اسلامي لارښود – د ضيوف الرحمن پاڼه

Print Friendly, PDF & Email