د بد اخلاقی علاج څه دی ؟

څرنګه چې اخلاق د دنيا او آخرت د فلاح او کاميابۍ وسيله ده نو چا ته چې الله (جل جلا له)  دغه ستر نعمت ورکړي وي ښه او که نه وي هغه دې د خپل ځان عيبونو ته متوجه شي او د هغه د علاج او اصلاح کوښښ دې وکړي .
ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي :[ قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا] ( الشمس/9 )

ژباړه: بې شکه هغه څوک بريالی شو چې نفس يې پاک کړ (ځان يې اصلاح کړ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :« العلم بالتعلم والحلم بالتحلم ومن يتحر الخير يعطه …»

ژباړه:علم په تعلم سره زياتيږي ، نرم خويي  په بردبارۍ او حوصېلې سره ، څوک چې د خير په کوښښ کې وي ( الله به ته ) خير ورکړي .

او همدارنګه د ښو اخلاقو دعا کول
رسول الله صلی الله عليه وسلم  به داسې دعا کوله :«الَّلهُمَّ حَسَّنتَ خَلْقِي فَحَسِّن خُلُقِي » (رواه ابن حبان في صحيحه -۳/۲۳۹)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email