د أمر بالمعروف د ترک کولو خطرناکې پايلې

۱- د عام هلاکت او بلاء نزول :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إن الله عز وجل لا يعذب العامة بعمل الخاصة، حتى يروا المنكر بين ظهرانيهم وهم قادرون على أن ينكروه، فإذا فعلوا ذلك عذب الله الخاصة والعامة» (فتح الباري شرح صحيح البخاري).

ژباړه : يقيناً الله تعالی د خاصو خلکو په ګناه عام خلک نه عذابوي ، مګر دا چې هغوی منکر او ګناه ويني او د ګناه څخه په انکار او منع کولو قادر وي خو نه يې منع کوي نو کله چې دا کار وکړي نو الله تعالی د خاصو خلکو په ګناه په عامو خلکو عذاب راولي .

۲- د دعا رد ، د خلکو دعا به نه قبليږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:« مروا بالمعروف وانهوا عن المنكر قبل أن تدعوا فلا يستجاب لكم » (ابن ماجه و ابن حبان).

ژباړه: په نيکو کارونو أمر کوئ او له بدو کارونو منع کوئ مخکې له دي چې تاسې به دعا کوې او ستاسې دعا به نه قبليږي .

۳- د زړه کلکوالی :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : «تعرض الفتن على القلوب كالحصير عوداً عوداً ، فأي قلب أشربها نكت فيه نكتة سوداء ، وأي قلب أنكرها نكت فيه نكتة بيضاء ، حتى تصير على قلبين ، على أبيض مثل الصفا ، فلا تضره فتنة مادامت السماوات والأرض ، الآخر أسود مرباداً كالكوز مجخياً لايعرف معروفاً ولاينكرمنكراً إلا ماأشرب من هواه » (رواه مسلم).

ژباړه : زړونه به د فتنو سره داسې مخامخ شي لکه پوزی يو پر بل پسې ، نو کوم زړه چې په دغو فتنو باندې خوښ او راضي شو نو په هغه کې يو تور داغ پيدا شي . او کوم زړه چې هغه بد وګڼل په هغه کې به سپين داغ پيدا شي تر څو ټول سپين شي لکه صافه ډبره ، نو څو پورې چې ځمکې او آسمانونه دي دغه زړه ته به فتنې ضرر ونه رسوي ، هغه بل تور (زړه) به لکه د کږې شوې او يا سوری کوزې پشان وي چې نه به ښه کار پيژني او نه به له بد کار څخه کرکه کوي مګر په هغه کې به يوازې هوا او خواهشات څښل کيږي .

۴– لعنت او د الله تعالی د رحمت څخه لرې والی : لقوله سبحانه وتعالی : [لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون * كانوا لايتناهون عن منكر فعلوه ...]

ژباړه: په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل ، دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه.

۵- د دين او اهل حق غربت او د اهل فسق غلبه

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«بدأ الإسلام غريبا وسيعود كما بدأ غريبا» (المسلم ۱۴۵ ).

ژباړه: اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دي او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ .

۶- د امت څخه د خير د وصف له مينځه تلل :

[كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ….. ] (آل عمران: 110).

ژباړه : تاسې غوره امت ياست چې د خلکو د پاره راويستل شوي ياست ، ځکه چې د نيکی په لور بلنه کوئ او د بدی مخه نيسئ .

۷- عامو خلکو ته د ګناه او معاصي ښه ښکاره کېدل او د جهل ظهور ، ځکه کله چې منکر او نا رواه کار عام شي نو عام خلک ګمان کوي چې دا کار باک نلري او حياء له مينځه ځي لکه چې اوس وخت کې همدا حال دی (تقسير السعدي ۲/۱۵۵) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email