يوسف د خپل مسلمان ملګري په وسيله هدايت مومي (دوهمه برخه)

شيخ فهد :

او د يوسف استس څخه د هغه مسلمان ملګرې د انبياؤ په اړه پوښتنه وکړه چې هر شی په قرآن کې موجود دي حتی عيسی عليه السلام او يوسف استس هدايت وموند .

يوسف استس :

ملګري مې (مصري تجار) مصحف راوړ او هغه يې په ميز کیښود ، راته وويل : آيا ته دا لوستلی شې ؟

ما ورته وويل : نه ځکه زمونږ په کليسا کې د څه مهمې خبرې په اړه ماته خبر راکړ شوی دی ضرور نه ده چې (اوس) دا کتاب ولولم .

مونږ ته يې په کليسا کې ويلي وو چې د مسلمانانو کتاب مه لولئ ، هغه مې پرېښود او لاړم .

بيا چا زما څارنه ونه کړه او هغه يې خلاص کړ تر څو زما نظر ورباندې پرېوځي ، چې د هغه کتاب سپنې پاڼې وي له بل لورې ليکل شوی کتاب وو (ځکه عربي له ښي لورې څخه ليکل کيږي ) .

و مې لوستل : «بسم الله الرحمن الرحيم » .

الحمدلله رب العالمين * الرحمن الرحيم .

او بيا يو ډير ښکلی وينا : « ایاک نعبد و اياک نستعين »

او دا کلمه مې ډيره خوښه شوه « اهدنا » – « اهدنا الطراط المستقيم »

او د لوستلو پر مهال مې له ځانه سره وويل : زه دا خوښوم ، اجازه راکړه چې بله پاڼه واړوم ، بيا مې د دغه کتاب په لوستلو ټکان وخوړ ، ژر مې ترک کړ چې ښايي ناوخته وي .

شيخ فهد :

سبحان الله : حاضريږي قرآن او پيژنې يې ، يقیناً څوک چې په صدق سره قرآن ولولي د الله تعالی په أذن د هغه لپاره د اسلام لورې ته د هدایت سبب کيږي .

او يو آيت ذکر کوم ، الله تعالی فرمايي : وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت :۲۷).

ژباړه:او كافران شوي كسان وايي: تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) هغه كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالب شئ

يعنې د قرآن څخه لرېوالی د قرآن نه لوستل او هغه ته غوږ نه نيول د هغوی لپاره غلبه وه .

د «اهدنا الصراط» څخه پيل کوي حال دا چې د اسلام په اړه نه پوهيږي چې بلاخره حالت بدليږي .

شيخ يوسف استس:

بيا مې وويل : د انجيل څخه به خبرې وکړو چې په هغه کې څه پيغام دی ، دغه وخت د کشيش سره بايبل وو زما سره نه وو ځکه د کاتوليک بايبل داسې نه دی لکه د پروستانت .

زما د پلار او ميرمنې سره مختلف انجلونه وو ، زمونږ په کور کې پنځه مختلف انجلونه وو او مونږ پخپلو کې استلال کولو چې دا تر هغه دوهم غوره دی يا دا سم دی هغه غلط دی، د دغه بحث پر مهال زما مسلمان ملګری هم ناسته وو . هغه ته مې وويل : ستاسو څو ډوله قرآن دی ؟

هغه وويل : زمونږ قرآن مختلف نه بلکي يوازې يو قرآن دی ، نو زه تر تأثير لاندې شوم .

له مسلمان ملګري سره د جومات په لورې :

(ملګري مې وويل) : زما سره جومات ته لاړ شه هلته ورځ تيره کړه او شپې ته بيرته راشه .

(جومات ورسره لاړم) هلته يو کس وو چې سپين چادر يې اغوستی او کوفی يې پر سر وه .

هغه ته يې وويل : آيا دغه کس اسلام راوړی ؟ ويې ويل : «أشهد ان لااله اله الله و أشهد ان محمداً رسول الله » .

کيدای شي دا کس اسلام راوړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email