انګليسي کورس ته د ښځې تلل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله
زموږ پیغلی خورګانی انګلیسی کورسونو ته څی   شرعی حکم یی څه دی

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول – ژبه وسيله ده کچېرې د دعوت الی الله او ضروري علومو لپاره ضرورت وي نو زده کړه يې ضروري او که ضرورت نه وي مباح لکه څنګه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زيد بن ثابت ته د يهودو د ژبې د زده کړي حکم کړی دی (احمد ۵/۱۸۶ ، حاکم ۱/۷۵ ).

دوهم – د ښځې د پاره د کور څخه بهر تحصيل د شرعي ضوابتو په صورت کې جايز او که دا ضوابت نه وي حرام دی .

د نارينه او ښځينه تر مينځ به کډون او اختلاط نه وي .

د ولي او سرپرست اجازه به وي .

په حجاب باندې پابندي .

که ښځينه معلم نه وي د پردې تر شا د نارينه معلم درس ورکول .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

“أولا : الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة ، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا ، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء ، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

لا حرج في تعليم الرجل المرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء ، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات ، ولا المعلم والمتعلمات .

مګر په هغه تعليمي ادارو کې چې د نارينه او ښځينه اختلاط ، بې حجابي وي او د ضروري شرعي علم هيڅ پوهه نلري ، د هغه پر ځای د ژبې زده کړه يوازې فتنه او عظيم فساد دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 180 times, 1 visits today)