د لندن په لوري سفر او له ځانه سره د مهم فکر او پيغام راوړل:
د قهوه خرڅونکی لخوا دعوت ورکول
شيخ فهد: د لومړي ځل لپاره مو کله قرآن تلاوت کړ او څنکه مو هدايت وموند ؟
ياسمين : سبحان الله هغه زما په ژوند کې يو مهمه شيبه وه .
زه په لندن کې ومه ، او په لاره يو د چای څښلو سالون ته ننوتلم ، غوښتل مې څه لږ عربي قهوه وڅښم او د يوې ښځې سره مخامخ شوم ( چې هلته موجوده وه) ، او هلته يو د لوړ سن د سپينو ويښتانو واله سړی وو چې يوازې مونږ دواړه (ښځې ) وو .
د قهوي څښلو پر مهال هغه کس زما څخه پوښتنه وکړه چې ته د کوم ځای يې ؟ ومي ويل : زه امريکايۍ يم په اماراتو کې درس وايم ، په حيرانيا سره يې راته وويل : آيا امارات مو خوښ دي ؟
ومي ويل : هو يقيناً هغه مې خوښ دي .
ښه ، زه فکر کوم چې هلته عيش دی ځکه هغه د دايمې اقامت لپاره يو ملائم ځای دی .
او يا دا چې ته د اسلام په اړه څه معلومات لرې ؟
و مي ويل : هو ، زه د اسلام په اړه پوره پوهيږم ، د هغه په اړه مې په پوهنځۍ کې درس لوستی دی ، بيا مې هغه ته خپل عقيدتي تصور بيان کړ ( البته د اسلام راوړلو مخکې چې هغه مهال د اسلامي عقېدې په حقيقت نه پوهېدم ) .
هغه را ته وويل : نه ، نه ، نه داسې نه ده ، ستا تصور غلط دی .
آیا ماته اجازه راکوې چې د اسلام حقيقت درته بيان کړم ؟ ورته ومې ويل : هو .
هغه لومړی د اخلاص سورت راته تلاوت کړ او معنی يې بيان کړه او بيا یې آيت کرسي راته تلاوت کړه او د هغه معنی يې راته بيان کړه او زه د هغې معنی ډير حيرانه کړمه حتی تر نن پورې .
شيخ فهد : د څه لپاره يې د سورت اخلاص څخه خبرې درته کړې ؟ ځکه چې په سورت اخلاص کې توحيد بيان شوی او توحيد په ټولو نعمتونو لوی نعمت دی .
په امريکا کې د اسلام راوړل :
وروسته کله چې امريکا ته وګرځېدم هلته د سيمې يو جومات ته لاړم د اسلام په باره کې مې نور معلومات تر لاسه کړل چې مهم شي د (کندا) د يو داعي دری رسالې وې چې پر ما يې زيات اثر وکړ او زما ژوند يې تغير کړ .
په هغو رسالو کې مې ژور فکر وکړ او له هغو څخه مې ډير معلومات تر لاسه کړل ، او بيا مې په همغه جومات کې د ورو عمر سره رابطه وکړه کوم چې ماته يې رسالې راکړې وې او هغه په همدې جومات کې مأذن او د دعوت په کارونو کې فعال وو .
ياسمين په ژړا ژړا وايي هغه زما څخه يو مهم سوال وکړ …
راته ويې ويل : مخکې له دې چې د دوهم ځل لپاره جومات ته راشي او ماته د اسلام د پيژندنې په اړه څه ووايي (نو ددې خبرې ځواب هم تر سره راوړه ) .
کچېرې مړه شي څه کوې ؟ له ځانه سره دې فکر وکړه .
حال دا چې ما مخکې هيڅکله د خپل مرګ په اړه فکر نه وو کړی چې زه به مړه کيږمه او عالم به پرېږدم . او د خپل خالق سره به مخامخ کيږم حال دا چې هغه به نه پيژنمه .
او دغه سوال په ما باندې لوی اثر وکړ او په همدې شيبه کې مې د تيلفون ليارې شهادتين ولوستل .او حقيقي راحت مې احساس کړ .
چې بلاخره مې واحد برحق دين کوم چې الله تعالی ته د منلو وړ دين دی تر لاسه کړ او د همدې دين په لاره به ژوند تيروم .
وروسته مې د ټولو خپلو ملګريو څخه لرې شوم او ټول هغه کارونه مې ترک کړل کوم چې د اسلام خلاف وو.
د اوسېدو لپاره مو جومات نږدې استوګنه اختيار کړ تر څو په پنځه وخته لمانځه کډون وکولای شم ، کور مې جومات دومره لنډ ؤ چې د جومات کړکۍ ورڅخه ښکارېدې .
او د اسلام راوړلو وروسته زما لپاره ډیر مهم کتاب (مبادي التوحيد) کوم چې دوکتور بلال قيلبس ؤ.
په دې کتاب کې د وحدانيت مفهوم او خالص توحيد په آسانه او ساده انګليسي ژبه بيان شوی ؤ …
بيا وروسته له څه کلونو مې د عربې ژبې د زده کړې پرېکړه وکړه څو د قرآن په تدبر او ترتيل باندې پوه شمه ، ځکه په تراويح کې به مې (قرآن اورېدو) خو نه به ورباندې پوهېدم ، او دې حالت به زه ځورولمه .
او زه په تأکيد سره ټولو هغو کسانو ته نصيحت کوم چې نوي په اسلام کې داخليږي هغوی بايد په تجويد سره قرآن او د عربې ژبه زده کړي .
د الله تعالی لورې ته دعوت … بيا
آن لاين اسلامي لارښود