تکبيرات تشريق د عرفې د ورځې د سهار لمانځه څخه د ذوالحجې د ديارلسم تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي .
دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي .
همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .
دا تکبيرونه دا دي :
الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ، والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)
او داسې ويل هم جايز دي : الله اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر و لله الحمد.
مسائل :
۱- يو ځل ويل يې واجب او زيات ويل يې بهتر دي .
التکبير مرة واجب و ان زاد يکون فضلا (الرد ج ۲ ص ۱۷۹ ) .
۲- په ښځو باندې هم واجب دي خو هغوی به يې په پټه وايي (الدر المختار) .
۳- که چېرې مقيم په مسافر پسې اقتدا وکړي ويل يې واجب دي (الدرالمختار) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود