رد الحاد او د الله تعالی پر وجود دلائل

اول – قرآني دلائل :

۱- د رد الحاد قرآني منهج او طريقه

قرآنکريم په څو مختصرو ټکو کې د دهرينو ماده پرستو ملحدينو افکار او عقائد بيان کړي چې هغوی پخپلو افکارو کې هيڅ علم او دليل نلري بلکي يو اټکل ، وهم او خيال دی چې خپل ځانونه ورباندې تيرباسي او د نورو د تيرايستلو او ګمراهۍ کوښښ کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ] (الجاثية: 24).

ژباړه: او هغوی وايي چې ژوند همدغه د دنيا ژوند دی چې همدلته مړه کيږو او پيدا کيږي او دا زمانه ده چې مونږ هلاکوي ، په دې برخه کې هيڅ پوهه او علم ور سره نشته .بس د اټکل له مخې هر څه وايي.

الله عز و جل فرمايي : [ أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ] (الطور :35 ) .

ژباړه : آيا پخپل سر خپله پيدا شوي دي او که پخپله پيدا کوونکي دي .

۲- ای ملحدينو! تاسې چې د کائيناتو پيدايښت تصادفي ګڼئ ، دا څنګه تصادف دی چې يوه ورځ ځمکه له لمر سره ټکر نشوه ؟ يوه ورځ د شپي پر ځای ورځ را نغله ؟ يو ورځ لمر له خپل مدار څخه بهر نشو . آيا ستاسې په نزد تصادف يوازې په پيداښت کې دی او که په نظم او تغيراتو کې هم شته؟

بلکي دا د الله تعالی نظام دی چې په خپل کامل قدرت يې تنظيموي نو ايا د الله پرته بل څوک شته چې دا کار تر سره کړي ؟ نه

څوک شته چې په شپه يا ورځ کې تغير راولي ، بادونه جاري کړي او حتی داسې څوک شته چې د باد جهت ته تغير ورکړي ؟ نه

الله سبحانه وتعالی :[تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ] (آل عمران :27) .

ژباړه: ته شپه په ورځ کې ننه باسي (شپه په ورځ بدلوې) او ته ژوندی له مړي را وباسې او مړی له ژوندي او چې چا ته دې خوښه شي بې حسابه رزق ورکوې .

او که د الله تعالی پرته بل قدرت او بل اله شتون لرلای ؟ نو د کائيناتو په نظم کې به خامخا خلل راغلی وو.

لقوله سبحانه وتعالی :[لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ] (الانبياء 22 ) .

ژباړه:کچېرې په ځمکه او آسمان کې پرته له الله نور خدايان وای نو د دواړو نظام به کډوډ شوی ؤ د عرش څښتن له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان يې وايي .

۳- ای ملحدينو ! دا چې تاسې واياست هر څه تصادفي پيدا شوې دي ، قرآنکريم د امي پيغمبر په وسيله په داسې يو زمانه کې چې هيڅ وسائل نه وو خبر ورکوي چې انسان د مور په رحم کې څلور مرحلې طی کوي خو ساينس يې ډير وروسته کشفوي.

آيا دا تصادف دی؟ مخکې له دې چې انسان دنيا ته راشي د مور په رحم کې څلور مرحلې طی کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

قال الله تعالى: [ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ…] (الحج: 5).

ژباړه: اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي.

۴- ای د عقل خاوندانو ! ای هغو کسانو چې د حق تعالی د وجود څخه انکار کوئ او د پلمې په ټوګه په ساينس او علمي انکشافاتو تکيه کوئ .

نوي علم او ساينس دا ثابته کړې ده چې جنين د مور په رحم کې په دريو پردو کې پوښل شوی وي چې دا پردې په سترګو داسې څرګنديږي لکه يو پرده ، دا پردې د (منياري ،خوربون او فايضي ) په نوم یاديږي .

قرآنکريم د امی پيغمبر په وسيله داسې خبر ورکړی دی :

قال سبحانه: [ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ] (الزمر: 6).

ژباړه: هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده.

همدارنګه قرآنکريم د امي پيغمبر په ژبه د بحر له تلې څخه خبر ورکوي چې :

[وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا] (الفرقان 53 ) .

ژباړه : او الله همغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يو ځای کړي دا يو ډير خوږ او تنده ماتوونکی ، او دا بل ښه تريو مالګين دی او بيا يې د دواړو په مينځ کې پرده پيدا کړې ښه منع کړ شوې .

قرآن کريم د بحر د تلې څخه خبر په داسې يو عصر کې ورکوي چې هغه وخت د کشف او مشاهدې هيڅ وسائل نه وو ، چې دا د قرآن اعجاز دی او د قرآن منکرينو ته ستر پيغام دی چې دا کتاب د رب العالمين لخوا نازل شوی چې د خپل مخلوق له هرې برخې او حالت څخه خبر او عالم دی .

مګر بشر د 18 قرن په آخر کې د بحرنو د جلاوالی مسئله کشف کړه.

۵- ای د حق تعالی څخه منکرينو ! نوي علم او ساينس دا ثابته کړې ده چې د انسانانو ګوتې يو شان نه دي بلکي د هر انسان د ګوتې نښې او جوړښت جلا جلا دی چې يو له بله فرق لري ، په ملياردونو انسانان دي خو د ګوټې نښې يې يو له بله فرق لري او يو شان نه دي .

آیا دا هم تصادف دی ؟ او که دا د ستر خالق (جل جلاله ) کار دی چې هر انسان يې په جلا قواره ، جلا غږ او جلا نښو پيدا کړی دی او د هر انسان د اعمالو لپاره يې دفتر جلا کړی دی .

الله سبحانه وتعالی د خپل قدرت د نښو يادونه کوي ::[ بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ ] (القيامة: 4).

ژباړه: ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو.

۶- ای ملحدينو ! تاسې چې د خالق له وجود څخه انکار کوئ او په خپلو اوهامو تکيه کوئ او وايئ چې هر څه د طبيعت تابع دي او تصادفي پيدا شوي دي ؟ نو ای د عقل خاوندانو ! د شاتو د مچيو د ژوند له نظم او تنظيم څخه هيڅوک انکار نشي کولای ، دغو مچيو ته چا د ژوند نظم وښولو .

[وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ، ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ] (النحل :67-68 ) .

ژباړه : او ستا رب د شاتو د مچی په زړه کې ور واچوله چې په غرونو، ونو او هغو لوړو او دنګو ځايونو کې ځانونو ته ځالی جوړې کړئ ، بيا هر ډول ميوې وخورئ او په هغو ليارو والوزئ چې خپل رب درته آسانه کړې دي ، د هغو له ګيډو نه په مختلفو رنګونو شربت راوځي چې په هغه کې د خلکو لپاره شفاء ده . په رښتيا چې د فکر کوونکي قوم لپاره په دې کې لويه نښه او دليل دی .

۷- يو ځمکه چې له زېړې ، خړې او سور رنګ خاورې او يو قسم معدني موادو ترکيب او يو قسم اوبه چې له (اوکسجن او هايروجن) څخه ترکيب شوې مګر رنګ رارنګ نباتات او رنګ رارنګ ميوې زرغونوي

آيا دا هم تصادف دی ؟

[هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ * يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ] (النحل: 10، 11).

ژباړه: او دى هغه ذات دئ چي له پاسه ئې اوبه نازلي كړې، چي يوه برخه ئې ستاسو څښاك او يوه برخه ئې وني او بوټي دي چي تاسو (څاروي په كي) څروئ، ېه همدې سره تاسو ته نباتات، زيتون، د خرما وني، او انګوراو د مېوو ډول ډول راشنه كوي، يقيناً چي په دې كي خامخا لويه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور او فکر کوي .

۸- او په خپل ځان کې فکر نه کوئ : [ وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ] (الذاريات: 21).

ژوند او مرګ د څه لپاره ؟ ولی ژوند شوې ؟ او ولې مري؟ او د خپل بدن جوښت ته دې نظر نه کوي ؟ چې يو طبيب په هغه کې شپږ يا دولس کاله تحصيل او زده کړي کوي ، هغه هم په يو برخه د بدن کې .

پس له عقل او فکر څخه کار واخله توبه وباسه د خپل خالق له بغاوت څخه لاس واخله .

مونږ چې دغه هڅې کوو ددې لپاره چې ځان او نورو ته د دوزخ له اور څخه نجات ومومي بل هيڅ هدف نلرو ، هيڅ متاع مو هدف نه ده زمونږ اجر پر الله تعالی دی او په هغه مو توکل کړی دی د چا د آفرين او رد هيڅ پروا نلرو .

رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ

و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين

وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه والتابعين لهم بإحسان إلى يوم الدين

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email