د الحاد اقسام

الحاد عموماً په دوه ډوله دی:

الحادي سيکولرزم: هغه الحاد دی چې د دين او د الله تعالی د وجود څخه په کلي ټوګه انکار کوي او د دين هيڅ شي ته قايل نه دي او د هغو کسانو پر وړاندې جګړه کوي څوک چې د ايمان طرف ته دعوت کوي .

غير الحادي سيکولرزم: دا هغه سکولاريزم دی چې ظاهراً د الله تعالی د وجود څخه انکار نه کوي مګر د سياست او ژوند په چارو کې د دين او ديني احکامو او نواهي څخه انکار کوي او وايي چې د دين له سياست او دينوي چارو سره هيڅ رابطه نشته ، يعنې د دنيا د چارو څخه يې دين لرې کړی دی .

دا سکولار د لومړي څخه ډير خطرناک دی ځکه چې د عوامو مسلمانانو د تلبيس او تير ايستلو لپاره يو خطرناک دام دی .

و بالله توفيق

 

Print Friendly, PDF & Email