د الحاد پيژندنه

د الحاد تعريف :

الحاد په لغت کې ميل او کوږوالي ته وايي.

په اصطلاح کې الحاد د الله تعالی د وجود څخه انکار کول ، او دا عقيده لرل چې :موجوده کائينات د کوم خالق پرته تصادفي پيدا شوي دي ، او دا عقېده لرل چې : ماده ازلي او ابدي ده ( مادې ته په يو وخت کې د خالق او مخلوق دواړو صفت ورکول) او په کائيناتو او طبيعت کې تغيرات تصادفي ګڼل .

( الموسوعة الميسرة في الأديان جـ2 صـ803).

 قرآنکريم په هغو کسانو باندې چې د الله تعالی د وجود نه منکر دي د (الدهرية ) اطلاق کوي.

الدهرية : هغو کسانو ته وايي چې په ماده عقېده لري ، د الله تعالی د وجود نه انکار کوي ، د بعثت او حساب څخه انکار کوي او وايي ژوند او مرګ د اشياؤ طبيعت دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ] (الجاثية: 24).

ژباړه: او هغوی وايي چې ژوند همدغه د دنيا ژوند دی چې همدلته مړه کيږو او پيدا کيږي او دا زمانه ده چې مونږ هلاکوي ، په دې برخه کې هيڅ پوهه او علم ور سره نشته .بس د اټکل له مخې هر څه وايي.

الله عز و جل فرمايي : [ أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ] (الطور :۳۵ ) .

ژباړه : آيا پخپل سر خپله پيدا شوي دي او که پخپله پيدا کوونکي دي .

قرآنکريم په څو مختصرو ټکو کې د دهرينو ماده پرستو ملحدينو پوڅ افکار او عقائد مونږ ته بيان کړل چې پخپلو پوڅو افکارو کې هيڅ علم او دليل نلري بلکي يو اټکل ، وهم او خيال دی چې خپل ځانونه ورباندې تيرباسي او د نورو د تيرايستلو او ګمراهۍ کوښښ کوي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email