د تراويح لمانځه د رکعتونو عدد ، او څلور رکعته په يو سلام ادا کول جايز دي؟

اسلام علیکم ورحمت الله
زه یو دوه پوښتنی لرم چی
اول دتراویح لمونځ شل رکعته صحیح دی اوکه اته رکعته غواړم چی ورباندی بحث وشی .
دوهم که د تراویح لمونځ څلور رکعته اداشی کوم فرق شته زما په اندخو د دوو رکعتوخوثواب لری
وسلام
په درنښت
انجنیرهجرت الله سمیع


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی د تراويح د لمانځه د رکعتونو عدد :

جناب نبی صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ يوازې دری ورځې په جومات کې ادا کړی او نور ددې وېرې څخه چې په امت باندې فرض نشي متابعت نه دی کړی .

وروسته د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې (۲۰) رکعته په جومات سره ټاکل شوی چې ټولو صحابه کرامو اتفاق ورباندې کړی دی او چا يې مخالفت نه دی کړی .

ځکه چې دا سنت خلفاء راشدين بلل کيږي کوم چې رسول الله عليه وسلم يې امت د نيولو حکم کړی دی .

عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي (صحيح الترمذي) .

ژباړه : زما په سنتو او زما نه وروسته د خلفای راشدينو په سنتو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ.

جاء في فقه الأسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي :

وعدد ركعاتها عشرون ركعة، تؤدى ركعتين ركعتين، يجلس بينهما، مقدار الترويحة، بعشر تسليمات ثم يوتر بعدها، ولا يصلى الوتر بجماعة في غير شهر رمضان. ودليلهم على العدد فعل عمر رضي الله عنه كما أخرج مسلم في صحيحه، حيث إنه جمع الناس أخيراً على هذا العدد في المسجد، ووافقه الصحابة على ذلك، ولم يخالفهم بعد الراشدين مخالف، وقد قال النبي صلّى الله عليه وسلم «عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي» .

د دوهم سوال ځواب :

تراويح لمونځ دوه دوه رکعته کول سنت دي .

لقول النبي صلى الله عليه وسلم: «صلاة الليل مثنى مثنى»

ژباړه: د شپې (تراويحو لمونځ ) دوه دوه رکعته کوه .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 420 times, 1 visits today)