د سر د ويښتانو يو برخه ټيټول او بله برخه لوړ پرېښودل

اوس وخت کې داسې رواج دی ، چې د سر د ويښتانو يو برخه لوړه او بله برخه ټيټوي يا يو برخه خريي او بله برخه لږ کموي داسې کول د اسلام له نظره څه حکم لري .

ګل نوري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامي شريعت کې داسې کول منع دي ، بلکي د سر ټول ويښتان به يو شان ټيټوي يا به ټول خريي ، داسې نه چې يو برخه وخريي او بله برخه پرېږدي او يا يوه برخه ښکته کړي او بله برخه لوړه پرېږدي ، ددې کار څخه منع شوې ده .

ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کار څخه منع فرمايلي : « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» (رواه البخاري ۵۹۲۱ و مسلم ۲۱۲۰ ) .

قزع : معنی دا ده چې د سر يو حصه وخريي او بله حصه پرېږدي .

همدارنګه ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې څخه منع فرمايلي چې د سر ويښتانو څه حصه وخريي او څه پرېږدي بلکي داسې يې فرمايلي : «احْلِقُوهُ كُلَّهُ أَوْ اتْرُكُوهُ كُلَّهُ» ( يا دې ټول يو شان وخريې او يا دې ټول پرېږدې ) (رواه النسائي ۵۰۴۸ ، و ابؤداود ۴۱۹۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email