د موبايل له مخې د قرآنکريم تلاوت

اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
دانلاین اسلامی لارښود محترمو مسولینو
رب العلمین دی دغه لوی خدمت درڅخه قبول کړی په رشتیا چی داسلام اومسلمنانولپاره په اخلاص خدمت کوی
محترمو زه یوه پشته لرم هغه داچی په موبایل کشی دقران کریم په تلاوت هغه ټاکلی ثواب  ترلاسه کیږی کوم چی په عادی مصحف شریف کښی په تلاوت ترلاسه کیږی

محمد امير – خوست

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د موبايل ، آی فون او کمپيوټر له مخې د قرآنکريم تلاوت د معاصرو فقهاؤ په اتفاق د مصحف په شان د تلاوت ثواب او آداب لري او د سفر پر مهال او يا داسې ځای کې چې مصحف شريف نه وي يا يې نقل نشي کېدای نو دا ډير ښه کار دی چې د آلاتو له مخکې د قرآن تلاوت وشي او ددې څخه پرته د مصحف له مخې د قرآنکريم تلاوت کول غوره دي .

معاصرو فقهاؤ په همدې قول فتوی ورکړي .

فلا مانع من قراءة القرآن من الهاتف النقال، ما دام يقرأ بصورة صحيحة، والقارئ يقرأ مراعياً أحكام التلاوة وآدابها، وإنما تراعى هذه الآداب والأحكام إذا كان الهاتف تظهر على شاشته صفحات المصحف (فتاوي الشبکة الاسلامية) .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email