د تجويد پرته د قرآنکريم تلاوت کول

د چاچې  قرآن په تجوید سره نه وې زده، تلاوت کولی شي؟
دان لاین اسلامي لارښود د وېبپاڼې د اسلامې لارښود د ديني څېړنو او تحقيقاتو څانګې قدرمنو مسوولینواو چلوونکوسلامونه او درناوي موقبول کړئ،خدای دې وکړي چې تردې دمه راته روغ،جوړ  او بریالي وئ.
قدرمنو داچې دروژې دمبارکې میاشتې په درشل کې یو،پدغه مبارکه او له برکته ډکه میاشت کې ډېری مسلمانان دقرآنکریم ختمونه کوي،چې نیک عمل او ښه چاره ده .پوښتنه داده هغوی چې قرآنکریم یې په تجویدسره نه وي زده ،دقرآن شریف ختم وکړي  که څنګه؟.
داپه داسې حال کې ده چې ډېر کسان آن یوشمېر دیني علماء شته چې قرآن یې په تجویدسره نه دی  زده.
بلخوا قال الله تعالى : ( وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلاً   المزمل: من الآية

عبدالمتين حميدي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې وس وي د قرآنکريم د تجويد زده کول او عملي کول واجب دي ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلاً] .

ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايي او په شريعت کې د لاندې څو څيزونو لحاظ ساتلو دي لکه :

الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .

ب – د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .

ج – حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .

د  – آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه يې واوري .

ه – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي .

و – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .

ذ – د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .

مګر دا چې د تجويد علم يې زده وي د زده کولو توان لري مګر په لوستلو کې يې نه مراعاتوي نو داسې کول ګناه ده ، که په معنی کې تغير راشي په داسې قرائت سره لمونځ فاسديږي .

مګر د چا چې د کوښښ سره سره تجويد نه زده کيږي ، د کوښښ سره سره قرآن صحي نشي لوستلای په تکليف سره يې وايي ، د الله د فضل او کرم له مخې هغه لره دوه اجرونه دي :

د بی بی عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

) الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران » ( متفق عليه «

ترجمه : چا چې په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) .

يادونه : د قرآنکريم او تجويد آنلاين زده کړه :

https://dawat610.com/archives/10468

https://dawat610.com/archives/212

Print Friendly, PDF & Email