په رمضان المبارک کې د دعا اهميت

د دعا په فضيلت او اهميت کې ډير قرآني آياتونه او احاديث راغلی دی او دعا عبادت دی ، په حديث شريف راغلي دي : «الدعاء هو العبادة» ( دعا عبادت دی).

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60]

ژباړه: او ستاسې رب فرمايي : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء» ( الترمذي 3370 )

ژباړه: الله تعالی په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته.

همدارنګه فرمايي : «لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر» ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

ژباړه: په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .

د دعا د قبوليت خاص احوال او وختونه :

د روژتې دعا قبليږي څو پورې چې هغه روژه نه وي ماته کړې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم» (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .

ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم.

د فرض لمانځه او د قرآن د ختم وروسته :

من صلی فريضة فله دعوة مستجابة ومن ختم القرآن فله دعوة مستجابة (رواه الطبراني فی الکبير ) .

ژباړه: د فرض لمونځ نه وروسته دعا قبليږي ، د قرآنکريم د ختم وروسته دعا قبليږي .

د آذان او اقامت په مينځ :

الدعاء ولايرد بين الاذان والاقامة (رواه ترمذي و ابوداود ) .

ژباړه: د آذان او اقامت په مينځ کې دعا نه رديږي بلکی قبليږي .

په لاندې څلورو ځانونو کې :

تفتح الابواب السماء ويستجاب الدعاء فی اربعة مواطن عند التقاء الصفوف فی سبيل الله وعند نزول الغيث وعند اقامة الصلوة و عند رؤية الکعبة (رواه طبراني فی الکبير ) .

ژباړه: په څلورو وختونو کې د اسمان دروازې پرانستل کيږي او دعا ضرور قبليږي (۱) د الله تعالی په لار کې د جهاد په وخت کې (۲) کوم وخت چې د آسمان نه باران وريږي . (۳) د اقامه صلات په وخت کې . (۴) د کعبې شريفې د ليدلو په وخت کې .

د شپې په آخري حصه :

ثلاثة مواطن لا ترد فيها دعوة رجل يکون فی برية حيث لايراه احد الا الله فيقوم ويصلی ورجل يکون معه فئة فيفرعنه اصحابه فيثبت ورجل يقوم من اخر الليل ( رواه ابن مندة فی مسند ) .

ژباړه: په دری وختونو کې دعا نه رديږي يو دا چې يو سړی په داسې بيابان کې وي چې بې له الله تعالی پرته بل څوک يې نه ويني هلته هغه د الله تعالی په حضور کې ودريږي لمونځ وکړي او بيا دعا وکړي ، دوهم هغه کس چې د الله په لار کې په جهاد کې د دوښمن د فوځ په مخ کې وي او دده ملګري ميدان پريږدی تښتيدلي وي مګر هغه د دوښمنانو په مقابله کې ثابت قدم ولاړ وي ، دريم هغه کس چې د شپې په آخرې حصه کې بستره پريږدي د الله په حضور کې ودريږي دعا وکړي .

د دعا آداب او د قبوليت شرطونه :

1- اخلاص لله تعالی

2 – د دعا شروع او پای د الله جل جلا له  په حمد ثناء او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په درود باندې .

3-  د دعا د قبليدو پوره يقين کول

4-. د دعا په قبليدو کې بيړه نه کول

5- د دعا په وخت کې د زړه حضور

6-  دعا به فقط الله ته وی او د غیر الله نه به څه نه غواړي (ايک نعبد و اياک نستعين )

7-  په داسې آواز دعا کول چې د خفيه او جهر تر مينځ وي .

8-  په ګناه باندې اعتراف کول او له هغه څخه استعفار کول ، په نعمت اعتراف کول او د هغه شکر ادا کول .

9- د دعا د قبلیدو په وختونو کې او هغه ځايونو کې چې هلته دعا قبليږي .

10- په خشوع او خضوع سره دعا کول .

11- په نيکو او صالحو اعمالو توسل کول او هغه د الله جل جلا له  دربار ته په وړاندې کولو سره او دعا کول .

12-  دعا دری ځله تکرارول .

13- قبلې ته مخامخ کيدل .

14-  په دعا کې لاسونه پورته کول .

15-  که آسانه وي اودس کول .

16- د الله د نزيدوالی د پاره ډير نفلونه کول د هغه نه وروسته دعا او همدارنګه د فرض لمانځه وروسته دعا کول .

17-  د حلال رزق څخه خوړل او څښل

18- دعا به گناه طرف ته غوښتنه او د خپلوي د کټ کولو د پاره نه وي .

19- مور او پلار ، استاذانو ، مجاهدينو ، صالحو کسانو او ټولو مؤمنانو ته دعا .

20- په دعا کې د نيکۍ غوښتنه وي نه د منکر او بدۍ او حرامو امرو .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email