روژه او ذکر

ذکر هغه عبادت دی چې په هر حالت کې کيدای شي او اجر یې ډير زيات دی ، په ولاړه ، ناستي ، چملاستو ، په لاره د تللو پر مهال ، خويندې يې د کور د کارونو پر مهال هم کولای شي ، په رمضان المبارک يې خاص اهميت دا دی چې د مؤمن زړه د الله تعالی طرف ته متوجه کوي ، ژبه د عبثو خبرو ساتي او بنده ته لوی اجر حاصليږي .

الله (جل جلا له) خپل بندګانو ته د زيات ذکر کولو امر کړئ دی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ) .

او د ذکر کوونکو نارينه او ښځو د پاره ډير ستر اجر دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً[الأحزاب:35]

ژباړه: او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله جل جلا له  دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

او حديث شريف کې راغلی دي چې :مؤمن به د دنيا د ژوند د هغه وخت آرمان کوي کوم چې بغير د الله (جل جلا له) له ذکر او ياد څخه تير شوی وي .

د ذکر ډير زيات فضائل دي ابن قيم رحمه الله يې سل فائذې ليکلي دي چې ځينې په لاندې لينک لوستلای شئ :

https://dawat610.com/archives/3814

د مسنونه اذکارو کتاب له لاندې لينک څخه ښکته کړئ

ورځني مسنونه اذکار (کتاب)

Print Friendly, PDF & Email