د روژې فائدې

۱- د روژه دار د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو نه ډير خوښ دی .

۲- ملائکې روژه دارو لپاره تر روژه ماتې پورې بښنه غواړي .

۳- الله تعالی هره ورځ جنت ښايسته کوي او ورته وايي نږدې او قريبه ده چې زما د صالحو بنده ګانو څخه تکليفونه او سختۍ لرې کړای شي او تاته راشي .

۴- په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي .

۵- په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي .

۶- په دې مياشت کې ليلة القدر ( د قدر شپه) ده چې په دې شپه کې عبادت کول د زرو مياشتو نه غوره دی او څوک چې په دې شپه کې د خير او ثواب نه محروم شو نو هغه د لوی خير نه محروم شو .

۷- د رمضان په آخري شپه کې روژه دارو ته بښنه کيږي .

۸- د رمضان په هره شپه کې د الله تعالی له طرفه له جهنم نه خلکو د خلاصون فيصله کيږي.

مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! د کومې مياشتې چې دا فضائل او ځانګړتياوې وي ، نو مونږ به په څه شي سره د هغې استقبال کوو ؟ آيا په بې هوده خبرو او قيصو او کارونو ، ټوله ورځ خوبونو ، او بې فائدې شب ګيری سره ؟ بلکي مسلمان د رمضان استقبال په خالصې توبې سره کوي او کلک عزم کوي چې دا به د ځان لپاره يو فرصت شميرم او خپل وختونه به په ښو اعمالو تيروم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email