د افطار (روژه ماتي) په باره کې څو مهم وصيتونه

۱- په خوراک او څښاک کې اسراف نه کول .

الله سبحانه وتعالی مونږ ته حکم کړی دی :[ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا] (خورئ او څښئ او اسراف مه کوئ ) .

په دریو کلمو کې د غذا ټول علم او د روغتيا راز بيان شوی دی ، ډير خوراک له يوې خوا اسراف او ګناه او له بلې خوا روغتيا ته زيان رسوي ، او د ډيرو مرضونو سبب ګرځي .

۲- په روژه ماتي کې بيړه کول :

په روژه ماتې کې بيړه کول سنت دی ، کله چې د افطار وخت داخل شي نو فوراً روژه ماتول پکار دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر» (بخاری ۱۸۵۶)

ژباړه: څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .

۳- د روژې ماتې مسنونه دعا لوستل :

د روژه ماتې مخکې دا دعا « اللَّهُمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ»(ای ربه! ما ستا لپاره روژه ونيوله او ستا په روزۍ می ماته کړه)، لوستل او د هغه نه پس د خپلې خوښې دعا کول ځکه چې د روژه ماتې تر وخت پورې د روژتي دعا قبليږي .

په حديث شريف کې راغلي :«ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم» (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .

ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام اوحق غوښتونکی مظلوم .

۴- په خرما سره روژه ماتول :

په خرما سره روژه ماتول مستحب دي .

وَعَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّه عَنْه، قال: كانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يُفْطِرُ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ عَلى رُطَبَات، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ رُطَبَاتٌ فَتُمَيرْات، فإِنْ لمْ تَكُنْ تُميرْاتٌ حَسَا حَسَواتٍ مِنْ ماءٍ رواه أبو داود، والترمذي وقال: حديثٌ حسن.

ژباړه: انس رضی الله عنه وايي : چې نبی صلی الله عليه وسلم به د لمانځه مخکې په څو تازه خرماوو روژه ماتوله که به هغه نه وې په څو وچو خرماوو که به هغه نه وي په څو غړپه اوبو به يې روژه ماتوله .

خرما : کامله غذا ده ، د روژې ماتي پر مهال بدن د موادو جذب ته پوره اماده وي .

خرما پخپل ترکيب کې لاندې ګټور مواد لري .

ويټامين A ، B ، C او E .

پروتين ، کلسيم ، اوسپنه ، فاسفر ، مګنيزيم ، پتاشيم او نور .

۵- په دوو مرحلو سره افطار کول .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم به په دوو مرحلو کې افطار کولو د ماښام د لمانځه مخکې او د ماښام د لمانځه وروسته .

د ماښام د لمانځه مخکې د خرما او ورسره نور څه خوړل او د لمانځه نه وروسته نور خوراک کولو کې حکمت دا دی چې په معده باندې فشار نه ورځي .

۶- د روژه ماتي برابرول :

که د چا وس وي بل روژه نيوونکي ته د روژه ماتي برابرول زيات ثواب لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره» ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .

ژباړه: چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email