د کرکيټ لوبه او مسابقه د اسلام له نظره

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زما یو پوښتنه ده د کرکیټ لوبه کول څنګه دی د اسلام له نظر؟ بعضی خلګ په کرکیټ باندی ټورنمنټ جوړوی هغه په داسی ډول چی ډیر ټیمونه راغواړی د هر ټیم څخه پسی اخلی بیا دغو ټیمونو خپل په منځ کی لوبی سره کوی که هر چا یی فاینل وګټی هغه ته په دغه پسیو کپ رانسی او یا هم دغه ټولی پسی ورکوی نو ته څه نه ورکوی ایا دا خمار کی راځی که یا او ددی څومره عذاب دی بعضی خلګ بیا دا حیله ورته کوی چی دا خو هر یو خپل د مټو په زور ګټی بعضی بیا وایی چی دا خو ټورنمټ کی د داخلیدولو فیس دی هیله ده چی په دی اړه د پوره حوالو او عباراتو او تفصیلیسره جواب راکړی زه یی نور ته هم ورښکاره کوم ځکه ډیر خلګ په همدغه ګناه اخته دی.

احمد نصير احمدي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کرکيټ ، فوټبال يا واليبال او نورو ته چې کومو معاصرو فقهاوو اجازت ورکړی دی ، لاندې شرایط به پکې وي :

۱- بايد چې انسان له ديني واجباتو مشغول او غافل نه کړي لکه : جومات د جماعت لپاره تلل ، علم شرعي ، نور تعليمات، نفقه ، د والدين خدمت او نور .

۲- شرط وهل او قمار به پکې نه وي .

۳- د اسلامي شريعت مخالفت به کې نه وي لکه : بې ستري ، خصومت ، دوښمني او نور .

۴- عادت به يې نه جوړوي .

کچېرې پورني شرايط پکې نه وي دين ، مال ، علم او کورنۍ ته زيان وي جواز نلري ځکه د اسلام قاعده ده چې :«لا ضرر و لا ضرار » ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي) .

په همدې وجه موسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء اسلام ) ليکي :

ولا يجوز لأحدٍ أن يفتي بحكم لعب ” كرة القدم ” وغيرها – فضلاً عن احترافها – مع إغفاله واقع هذه اللعبة في هذا الزمان ، وبيئتها التي تحيط بها ، ففي هذه اللعبة كشف للعورات ، وتضييع للصلوات ، والتعرض للفتن والشهوات ، واحتمال الأذى والإصابات ، مع ما فيها من الغفلة عن الطاعات ” الموسوعة الفقهية ” ( 2 / 69 ) .

يعنې : د هيڅ چا لپاره جايزه نه ده چې د فوټبال او نورو په اړه فتوی ورکړي ، او يا د کسب او عادت په توګه يې ومني ، سره له دې چې په نن وخت په دغه لوبه کې غفلت موجود دی ، او چاپيريال يې احاطه کړی دی ، په دې لوبه کې بې ستري ، د لمونځونو ضائع کول ، د فتنو او شهواتو وړاندې کول ، د ضرر او خصومت د مينځته راتللو احتمال او په دې لوبه کې د عبادت څخه غفلت دی .

د قمار معامله :

په لوبه او بارۍ کې شرط لګول ، د ګډونوالو څخه پيسې جمع کول او بیا هغه د لوبې وړونکې يو کس او يا څو کسانو ته ورکول د قمار معامله ده .

جواري چې په عربي کې ورته (مَيْسَرة) او (القمار) وايي . ميسر په لغت کې ممکن او آساني او په آسانۍ سره لاس ته راوړلو ته وايي .

قمار د قمر له لفظ څخه اخيستل شوی دی قمر سپوږمۍ ته وايي ځکه سپوږمۍ کله وړه او کله لويه وي په قمار کې هم کله ګټه او کله تاوان يعنې برد او باخت وي .

په اصطلاح کې هر هغه معامله که په باز‌ۍ لګولو، شرط لګولو يا د بخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وايي .

ابن کثير رحمه الله وايي :

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )

يعنی هر هغه څيز چه په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دي چه دماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .

و جاء في قواعد الفقيهة :

هذا أكل مالٍ بالباطل، وفي نفس الوقت، هو قمارٌ، فيه الغرر، لماذا؟ لأنه كل يدفع، والذي يحصل على الجائزة واحدٌ أو اثنان فقط، فكان من أنواع القمار، وكان مما منع منه الشرع؛ لوجود الغرر (القواعد الفقهية / دوکتور سعد بن ناصر ،الدرس العاشر الأکاديمية الاسلامية ) .

او همداسې د بيرونې طرف څخه د جاېزو ورکول هم جواز نلري .

 فأجابت : “مباريات كرة القدم التي على مال أو نحوه من جوائز حرام ؛ لكون ذلك قمارا ؛ لأنه لا يجوز أخذ السبق وهو العوض إلا فيما أذن فيه الشرع ، وهو المسابقة على الخيل والإبل والرماية ، وعلى هذا فحضور المباريات حرام ، ومشاهدتها كذلك ، لمن علم أنها على عوض ؛ لأن في حضوره لها إقرارا لها (فتاوی اللجنة الدائمة ) .

قمار عظيمه ګناه ده چې د شرابو او بت پرستۍ سره يو ځای ذکر شوې او د شيطان عمل بلل شوی دی .

قوله تعالی :   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).

ژباړه: ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب او قمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتئ تاسی له دې  څخه لپاره ددی چه نجات ومومئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email