د ګرمو بټيو کارکوونکو لپاره د روژې افطار جايز دی ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته یوه پوشتنه: آیا هغه کارکوونکوته روژه خورل جائز دی کوم چی دخشتو په گرمه بتی کی کار کوی.؟مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي شرعيت قاعده ده چې « المشقة تجلب التيسير» .

د مشقت څخه مراد هغه اسباب دي چې د هغه د تخفيف په باره کې شرعي دليل راغلی وي چې په لاندې ډول دي :

سفر : که سفر سخت وي او مسافر ته د روژې نيول ګران وي روژه پريښودل جايز دي البته که تکليف نه وي روژه نيول بهتره دي .

۲- سخت مرض : داسې مرض چې ددې پوره يقين وي که د روژې په نيولو درمل قطع شي يا د روژې نيولو سره مرض زياتيږي نو داسې مريض ته د روژې پريښودل جايز دي .

۳- حامله ښځه : که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي .

۴- مرضعه ښځه : که تي ورکونکی ښځه ته د روژي په نيولو سره ځان يا بچي ته  نقصان او خطر وي نو هغې ته د روژې پريښودل جايز دي ، البته که اقتصادي توان ولري بچي ته مصنوعي شيدي برابروالای شي يا يې بلې ښځې ته په معاوضه ورکولو ورکولای شي يعنې د پيو انتظام کولای شي نو په دې صورت کې د روژې پريښودل جايز نه دي .

۵- حيض او نفاس : د حيض او نفاس په وخت روژه نه نيول پکار دي .

فقه اسلامي ص ۱۹۹ ، قواعد الفقهية / دوکتور سعد بن ناصر ) .

څرنګه چې په ايران کې د افغانانو د سفر نيت او اقامت حتماً تر نيمي مياشتې او پنجلسو ورځو زيات وي تاسې هلته د مسافر حکم نه لرئ بلکي همغه مو د اقامت ځای دی او د روژې خوړل درته رواه نه دي .

په دنيا کې د انسان اصلي مقصد د الله تعالی عبادت دی ، کچيرې تاسې ته په روژه کې کار کول سخت وي د کار مزد کم او خپل کار کم کړی الله تعالی به مو په نفقه کې برکت واچوي .

 «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

(الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .

د کار له وجې د روژې خوړل جايز نه دي .

که چا قصداً بغير له شرعي غذر څخه يوه فرضي روژه و نه نيوله د هغه روژې قضايي به ادا کوي او په بدل کې به يې دوې مياشتې پرلپسې روژه نيسي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email