لويه چاودنه (Big bang)

دريم – د سترې چاوندنې (Big bang) نظريه:

د لويې چاودنې (Big bang) نظريه لومړی په ۱۹ قرن کې بلژيکي کشيش «جرج لماتر» ، «اينشتاين» ، «جورج سموت» او «ادوين هايل» ورکړه چې موجوده کائينات لومړی د يوې کوچنۍ ذرې شکل لرلو چې ډير متراکم وه ، دا مهال د حرارت درجه ډيره لوړه وه چې بلاخره يې انساط وکړ او لويه چاونه رامينځته شوه او بیا ددې چاودنې څخه موجوده کائينات مينځته راغلل او دا چاونده ۱۳،۸ ميليارد کاله مخکې وه چې د هغې څخه کائنات سيارې او کهکشانونه وجود ته راغلل او د خپلې جاذبې قوې په وسيله دوران کوي .

که څه هم دغه نظريې د پخوانيو ملحدينو افکار چې ويل به يې ماده ازلي ده په کلي ټوګه رد کړل ، خو ځينو ملحدينو بيا هم د اوهامو پيروي کوي او وايي : کائينات د يو خالق پرته تصادفي پخپله پيدا شوي دي او د چاوندې څخه مخکې مکان او زمان نه وو .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په ځمکه او د هغې مربوطه فضاء کې چې الله تعالی څه پيدا کړي دي هغه يې د انسان لپاره مسخر کړي دي ، انسان ته يې د دغو شيان علم ، اختراع او د استعمال قدرت ورکړی دی ، اسلام ټول هغه شيان چې په مشاهده او تجربه او علم ثابت شوي دي د انسان مصلحت پکې وي تأکيد کړي حتی د هغو د علم ، فکر او استعمال حکم يې ورکړی دی ځکه چې دا هر څه د انسان د استفادې کولو لپاره دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ..] (لقمان :۲۰ ).

ژباړه:آيا نه وينې چې الله تعالی د آسمانانو او ځمکې ټول شيان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه يې ټول پر تاسې تمام کړي دي .

او فرمايي :[أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ مَا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاء رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ] (الروم :۸ ) .

ژباړه : آيا فکر نه کوي دوی له ځانو سره چي الله آسمانونه او زمكه او څه چي د دوى په منځ كي دي له حق او ټاكلې نېټې پرته (په بله توګه) نه دي پيدا كړي او د خلكو ډېرى د خپل رب له ملاقات انكار كوي.

مګر هر چې د کائيناتو احاطه او علم دی د انسان د قدرت څخه لوړ دی ځکه کله چې کائينات (ځمکه ، آسمانونه او نور پيدا کېدل انسان موجود نه وو ، مونږ چې د لمر کومه سياره پر سترګو وينو انسان نشي کولای هغه مشاهده کړي او حتی نشي کولای نږدې ورشي ځکه چې د زيات حرارت له کبله سوزي ، همداسې نورې سيارې او مخلوقات دي چې انسان هغه ته لاس رسی نلري ، انسان حتی د ځمکې د لاندې طبقو څخه خبر نه دي ځکه تر اوسه پورې ساينس پوهان توانيدلي دي تر ۱۳ کيلو مترې پورې د آلاتو په ذريعه څيړنه وکړي د هغه څخه نور عمق او ژوروالی څخه خبر نه دي  .

پس د کائيناتو د پيداښت په باره کې چې هر چا څه ويلي دي اټکل او نظر دی په مونږ پورې يې صحت او نه صحت هيڅ اړه نلري او نه هم مونږ د چا فرضيې ، اټل او ساينسي څيړنې او دليل ته محتاج يو .

♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣♣

لله حمد و المنه مونږ په قرآنکريم ايمان لرو چې د الله سبحانه وتعالی له جانبه په جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوی او مونږ ته چې د کائيناتو او نورو غيبي امورو په باره کې د وحی (قرآن او سنتو) په ذريغه خبر را کړ شوی د قبول وړ دی .

او د بشر ټولو هغو علمي تحيقاتو او څيړنو ته د قدر په سترګه ګورو کوم چې د علم پر بناء وي او د حق سره په ټکر کې نه وي .

مګر ملحدين د علم او دليل پرته د اټکل او خيال پيروي کوي چې هيڅ سليم عقل يې نشي منلای .

دا چې ملحدين وايي د کوم خالق پرته د لويې تصادفي چاونې په وسيله جهان مينځته راغلی او هر څه خپله پيدا شوي او خپله اداره کيږي هيڅ سليم عقل ته د منلو وړ نه دي .

يوه وړه کتلوي نقطه او بيا د زيات حرارت په صورت کې په څو دقيقو او ثانيو کې انفجاز او بيا د کوم انتظام کوونکې پرته پخپله د لويې هستۍ مينځته راتلل به کوم عقل قبول کړي ؟

د چاودنې لپاره د انرژې تأمين چا وکړ ؟ ګازات او حرارت چا پيدا کړل ؟

دا څرنګه تصافي انفجار وو چې د تخريب پر ځای يې يوه منظمه هستي مينځته راوړه چې هره سیاره پخپل مدار حرکت کوي ، دا منظمه د جاذبې قوه له کومه شوه ؟ او دا خاصيت چا ورکړ ؟

دا څرنګه انفجار وو چې د کوم تنظيم کوونکي پرته يې هرې سيارې ته د خپل کتلوي جسم په برابر د جاذبې قوه تقسیم کړه ، د حرکت مدار او د حرکت سرعت يې ورته مشخص کړ ؟

دا څرنګه چاونده وه چې د کوم تنظيم کوونکي پرته ځينې سيارې داسې مينځته راغلي چې له ځانه روښنايي توليدوي لکه : لمر

او ځينې سيارې داسې مينځته راغلي چې له ځانه شنه کول او زرغونول کوي ؟

هرې سیارې ته ځانکړې دنده سپارل شوې او په منظم ډول خپله دنده تر سره کوي .

دا د هستۍ د ستر خالق (جل جلاله) کار دی او بس .

د ملحد عقل د خيالاتو او اوهامو ځاله ده چې د خپلو باطلو افکارو لپاره نه کوم دليل او نه هم علم لري بلکي د خيال او وهم پيروي کوي .

په تاريخ د 2014 د ديسمبر 25 امريکايي مجلې «Wall Street Journal» د «Eric Metaxas» په سرپرستۍ يو علمي ساينسي څړنيز مقاله چې عنوان يې:

« Science Increasingly Makes the Case for God »

نشر کړه چې په هغه کې د الله تعالی وجود په علمي او ساينسي دلائل ثابت او د ملحدينو اوهام او افکار يې رد کړي دي .

پروفيسور فرير هويل « prof. Fred Hoyle» وايي : هر انفجار له ځانه سره تخريب لري مګر دا څرنګه افجار وو چې بر عکس يوه منظمه هستي يې مينځته راوړي ده ، نو دا به معجزه وي .

د کاناډا د مک ګيل پوهنتون د علم نجوم استاذ «رابرت براندنبرگر» ويلي : ددې جملې حق نه لرو چې ووايو : موجوده جهان له يوې چاوندنې څخه را مينځته شوی دی ( دا نظريه د عقل او علم خلاف ده ) .

لا حول و لا قوة الا بالله العلی العظيم


ستره چاودنه د قرآن له نظره :

اول- الله سبحانه وتعالی د مثال پرته د عدم څخه د شي په پيدا کولو قادر دی .

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ (البقره :۱۱۷ ) .

ژباړه: بې له نمونې پیدا كونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فیصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي.

دا چې هغوی وايي د پيداښت يا لويې چاودنې (Big bang)مخکې مکان او وخت او بل څه نه وو ، هيڅ اصل نلري .

د ځمکې او آسمان د پيداښت مخکې وخت وو ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ] او مکان هم وو ځکه د ځمکې او آسمان د پيداښت مخکې اوبه موجودې وي .۴۷ الحج

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَهُوَ الَّذِي خَلَق السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً (هود:۷) .

ژباړه: او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې وو، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى.

همدارنګه په حديث شريف کې راغلي : « كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ غَيْرُهُ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَيْءٍ وَخَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ» (رواه البخاري ) .

ژباړه : الله موجود وو او د هغه پرته هيڅ شی نه وو ، او د الله تعالی عرش د اوبو پر سر وو ، او د ټولو کائيناتو تقدير يې په لوح محفوظ کې وليکلو او بيا يې آسمانونه او ځمکې پيدا کړل .

د عرش څخه مراد د الله تعالی واک او پاچاهي ده .

دوهم : ځمکه او آسمانونه يو ځای وو او بيا الله تعالی پخپل قدرت سره جلا کړل .

لقوله سبحانه وتعالی :[ أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلاَ يُؤْمِنُونَ] (الأنبياء :۳۰ ) .

ژباړه : آيا نه دی ليدلي هغه کسان چې کافران دي چې يقيناً آسمانونه او ځمکې دواړه سره نښتي وو نو بيل کړل مونږ دوی دواړه او پيدا کړي دي مونږ له اوبو څخه هر شی ژوندی ، نو آيا دوی ايمان نه راوړي ؟

«فتق» په معنی د بيلوالی دي نه په معنی د چاودنې او انفجار ) .

د «رتق ، فتق ) بله معنی مفسرينو دا ښودلي ده چې : لومړی آسمان او ځمکه بند وو او وروسته الله تعالی پخپل قدرت سره خلاص او پرانستل يعنې : باران شروع شو او ځمکې زرغونول پيل کړل .

متأسيفانه پورته نظريه ځينې مسلمانو علماؤ د حسن نيت له مخې د قرآن د اعجاز په توګه ذکر کړي ده ، مګر د هغه تر شا يې باطلو افکارو او له شرعي نصوصو سره ښکار ټکر ته فکر نه دی شوی.

دريم : هغوی په دې عقيده دي چې آسمان وجود نلري بلکي همداسې يوه خالي فضاء ده ، دا خبره هيڅ اصل نلري ، لقوله سبحانه وتعالی :[ أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ] (سوره ق :۶ ) .

ژباړه: آيا پاس آسمان ته نه دي کتلي هغوی چې مونږ څرنګه جوړ کړی او څه رنګه مو ښايسته کړی او هيڅ سوری او چاود پکې نشته .

څلورم : هغوی وايي چې دا چاودنه په څو ثانيو کې رامينځته شو مګر مونږ ته اسلام د وحی په وسيله خبر راکوي چې آسمانونه او ځمکې په شپږو ورځو پيدا شوي ، داسې ورځ چې د دنيا له زرو کلونو سره مساوي ده .لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ] (الأنعام :۵۴ ) .

ژباړه : يقيناً ستاسې پالونکی الله دی هغه چې آسمانونه او ځمکې يې په شپږو ورځو کې پيدا کړی دي .

سبحان الله و بحمده سبحان الله العظيم

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email