د ماسپخين څلور رکعته سنت په دوه سلامونو سره ادا کول

السلام علیکم ورحمت الله
الله تعالی د وکړی صحت ولری
وروسته یوه پوښتنه دا چې د سنت لمځونو مثلا ماسپیښین څلور رکعتی سنت لمونځ چې له فرضو مخکې کیږي کولای شو دوه دوه رکعته وکړو؟ یا بعضی وخت له فرضو مخکې وخت کم وی او سړئ څلور رکعته لمونځ نه شی کولای خو دوه رکعته کولای شی او بیا وروسته دوه دوه رکعته سنت لمونځ وروسته له فرض لمانځه ادا کیداي شی که نه؟ مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ماسپخين څلور رکعته سنت په يو سلام سره ادا کيږي .

أربع ركعات قبل صلاة الظهر أو قبل الجمعة، بتسليمة واحدة، لحديث عائشة رضي الله عنها: «أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان لا يدع أربعاً قبل الظهر، وركعتين قبل الغداة» (رواه البخاري) أي سنة الفجر. وهذه آكد السنن بعد سنة الفجر، ثم الكل الباقي سواء.

ژباړه : د ماسپخين د لمانځه او جُمعې څخه مخکې څلور رکعته په يو سلام سره ، بې بې عايشه رضی الله عنه وايي : نبی صلی الله عليه وسلم هيڅکله د ماسپخين څخه مخکې څلور رکعته او د سهار څخه مخکې دوه رکعته (سنت) نه دي ترک کړي .

فقه الأسلامي وادلته ، فتح القدير:314/1 الدر المختار:630/1 -664

Print Friendly, PDF & Email