د بدو کارونو څخه د پرهيز علاج

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
زما سوال دا دی که چیری والدین اولاد کی فرق وکړی د اسلام له نظره صحیی ده یا نه؟ دوهم سوال می دادی زه خارج کی هستوګنه کوم ماله د قران مجید نه یو داسی دعا راکړه چی الله تعالی می د خرابو کارونو نه وساتی او صبر او حوصيله راکری لمونز ۵ وخته کوم د الله تعالی فضل باندی
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی دې مونږ ټولو ته د ګناه څخه د پرهيز او عبادت کولو صبر راکړي واقعاً چې دا لوی صبر دی .

او دا همغه صبر دی چې د نجات موندونکو صفت دی :[وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ] ( قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسان په زيان او خسران کې دي ) .

مګر يوازې هغه کسان کامياب دي چې څلور صفات ولري او دا څلور دورې ټولې پوره کړي .

[إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ] (العصر ۱-۳) .
ژباړه : (پرته له هغو کسان چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي وي او يو تر بله يې وصيت کړی وي په حق سره او وصيت يې کړی وي په صبر سره ).

او د صبر د مراتبو څخه يو هم د ګناه څخه پرهيز کول دي .

او د همدې صبر لويه وسيله لمونځ دی ، ځکه چې لمونځ د بدو کارونو څخه منع کوونکی دی ، لقوله سبحانه وتعالی : « إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنکَر» .

په شرط ددې چې لمونځ لمونځ وي خشوع ، حضوع پکې مراعات شي او ټول حقوق يې پوره شي ، نو داسې ته مو دا نصحيت دی چې لمانځه کمال ته متوجه شي .

د سوره الفقرې ورستې دوه آيتونه ډير ډير تلاوت کوئ .

نور تفصيل په لاندې لينک ولولئ .

https://dawat610.com/archives/8353

د دوهم سوال ځواب

د اولادونو په مينځ عدل کول پکارې بې عدالتي ظلم او ګناه ده .

https://dawat610.com/archives/10906

Print Friendly, PDF & Email