د داود عليه السلام سره د مرغان تسبيحات

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
زما سوال دا دی چی دلته خارج کی هر چا یو مذهب جور کری دی مسلمانانو دلته یو طبقه خلک وایی چی حضرت داود (ع) به سندری ویلی نو موسیقی اوریدل ګناه نه لری زه دونه خبره یم چی الله تعالی ورته خکلی اواز ورکری وه مګر سندری د هغه شان سره نه برابریږی نوره رنا ورباندی تاسو واچوی صاحب
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښه آواز او صوت د الله تعالی نعمت دی ، الله تعالی داود عليه السلام ته داسې ښه صوت ورکړی وو چې کله به يې خپل کتاب زبور ويلو او يا به يې د الله تعالی حمد او تسبيح ويله ، مرغان به په هوا کې درېدل او ده ته به راتلل تسبيح يې ورسره ويله او همداسې غرونو به د ده سره يو ځای تسبيح ويله .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ* وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَهُ أَوَّابٌ] (ص:۱۷،۱۸ ) .

ژباړه: مونږ غرونه ورسره همغږې کړي وو چې سهار او ماښام به يې تسبيح ويله ، او مارغان مو هم ټول د هغه تابع کړي او ټولو ورته غاړه ايښې وه .

نو ښه آواز او صوت د الله تعالی نعمت دی ، چې تلاوت لپاره کارول يې عبادت ، د حمد او تسبيح او تهليل لپاره کارول يې ثواب او عبادت د جايز اشعارو لپاره کارول يې جايز او د فحاشت او حرام عشق او يارانې لپاره کارول يې حرام دي .

دا چې رسول صلی الله عليه وسلم ابی موسی اشعري ته ويلي چې ستا ښه صوت داسې دی لکه د آل داود « أُعْطِيَ مِزْمَارًا مِنْ مَزَامِير آلِ دَاوُدَ» . د هغه څخه مطلب سندرې نه بلکي ښه آواز دی .

قال النووي رحمه الله في “شرح مسلم” : ” قَوْله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيّ : ( أُعْطِيَ مِزْمَارًا مِنْ مَزَامِير آلِ دَاوُدَ ) قَالَ الْعُلَمَاء : الْمُرَاد بِالْمِزْمَارِ هُنَا الصَّوْت الْحَسَن , وَأَصْل الزَّمْر الْغِنَاء , وَآلُ دَاوُدَ هُوَ دَاوُدُ نَفْسه , وَآلُ فُلَان قَدْ يُطْلَق عَلَى نَفْسه , وَكَانَ دَاوُدُ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَسَن الصَّوْت جِدًّا ” انتهى .
وقال الحافظ ابن حجر في “فتح الباري” : ” وَالْمُرَاد بِالْمِزْمَارِ الصَّوْت الْحَسَن , وَأَصْله الْآلَة أُطْلِقَ اِسْمه عَلَى الصَّوْت لِلْمُشَابَهَةِ ” انتهى .

د يوې ګناه ارتکاب او کول ګناه ده ، پرېښودل يې اجر او ثواب دی ، مګر حلال ګرځول يې د ايمان او عقېدې خبره ده څه چې په اسلامي شرعيت کې حلال دي که څوک هغه حرام وګڼي او څه چې حرام دي هغه څوک حلال وګڼي داسې کول د ايمان زوال دی ځکه چې د شرعي نصوصو څخه انکار دی .

د موسیقي د حرمت تفصيل دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/12865

Print Friendly, PDF & Email