د بل احترام کوه څو ستا احترام وشي

۷- که د ځان احترام غواړې د بل احترام کوه :

معلم بايد د خپلو زده کوونکو احترام وکړي تر څو هغوی د ده احترام وکړي، زده کوونکو ته بايد بد او ناوړه الفاظ و نه کارول شي لکه: ټمبله، غبي، جاهله، خره او نور ځکه د بدو او ناوړو الفاظ کارول حرام دي .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ..] (الحجرات ۱۱) ژباړه: ( او یو بل په بدو لقبو مه بولئ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من ‌حق‌ المؤمن‌ علي‌ المؤمن‌ أن‌ يسميه‌ بأحب‌ أسمائه‌ إليه‌ …«) (تفسير انوارالقرآن سورة الحجرات ) ژباړه: (يو له حق د مسلمان پر بل مسلمان دا دی چې هغه په داسې نوم وبولي چې هغه د ده د پاره ډير خوښ وي) .

د ناوړه الفاظو کارول لکه: ټمبل، جاهل، ناپوهه او نور د زده کوونکي په دماغ او علمي سويه سخت بد اثر لري .

همدارنګه معلم ته د ښځنلو څخه کلک پرهيز پکار دی ځکه داسې کول ګناه ده او کله دا کار د عداوت او دوښمنۍ سبب ګرځي، معلم زده کوونکي ته ښنځل کوي، زده کوونکي خپل والدين ورباندې خبروي چې په دې سره د دوښمني او حسد سبب جوړيږي .

او کله بيا د عکس العمل سبب کيږي، د پوهنتون يو استاذ قيصه کوله چې زمونږ په پوهنځۍ کې يو بد کلامه استاذ وو هغه يو ورځ يو محصل ته وويل: ای اولاد خر، نو محصل په ځواب کې ورته وويل: خير است شما پدر معنوی من استي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email