د معلم دريم صفت ، د مسئوليت ادا کول

دريم : د مسئوليت ادا کول :

معلم د زده کوونکي د ټولو حالاتو د مراقبت او نظارت درس او تربيې په باب مسئول دی او ددې مسئوليت پوښتنه به ورڅخه کيږي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ » (رواه البخاري).

ژباړه: هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دی.

راعي هغه ساتونکي ته وايي چې د خپلو ماتحتو ساتنه ور په غاړه وي لکه : اداره ، صنف ،کورنۍ او نور او د ساتنې څخه دلته مطلب د عدل او مصالحو قيام دی .

ابن عدي په صحيح روايت له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی چې :

«إِنَّ اللَّه سَائِل كُلّ رَاعٍ عَمَّا اِسْتَرْعَاهُ حَفِظَ ذَلِكَ أَوْ ضَيَّعَهُ»

ژباړه : يقيناً الله تعالی د هر شپونکي ، هر مسئول نه د خپل مسئوليت په باره کې پوښتنه کوي چې د هغه ساتنه يې کړې او که يې هغه ضايع کړی دی .

نو پر معلم باندې واجبه ده چې خپل مسئوليت په ښه شان سرته ورسوي ، کچېرې د معلم د بې توجهی او سستی په وسيله د زده کوونکو سلوک خراب شي د انحراف طرف ته لاړ شي نو دا به د معلم پر غاړه يو بار وي چې د داسې بار پورته کول به په يوم أکبر (قيامت ) کې ډير سخت وي .

نو همدا نن ورځ خپل بارونه سپک کړئ .

بس تاسې ته د نوي نسل د پالنې لوی امانت او رسالت سپارل شوی دی دغه امانت په داسې توګه تر سره کړئ چې الله تعالی در څخه راضي شي ، او تل د خپلو نيمګړتياوو په اړه دا فکر کوه چې زه څنګه کامياب معلم شم تر څو په کامل ډول خپل مسئوليت ادا کړم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email