د یأجوج و مأجوج په باره کې حقائق او غرائب

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،
محترمو زه پوښتنه لرم هيله ده د قران او صحيحو حديثو په رڼا کې يې راته سمه ځوابونه راکړئ :
د ياجوج او ماجوج په اړه آيا په صحيحو حديثونو کې دا شته او کنه چې دوی به قيامت ته نژدې راوځي او ځينې علما يې په اړه ډيرې عجيبې غريبې کيسې کوي چې ددوی عمرونه ډير زيات دي ،حتی تر مرګ مخکې خپل زر اولادونه ګوري او بيا مړه کيږي ، دومره دومره غوږونه يې دي او … چې زما په اند  سمې خبرې نه دي ، زما په اند هغوی هم انسانان ول او په نورو به يې تجاوز کولو نو زلقرنين يې لاره وربنده کړه او د تجاوز مخه يې ورونيوله ، دا چې بيا به راځي او کنه ، په دې نه پوهيږم ، که تاسې يې په اړه له قرآن او صحيحو احاديثو سم معلومات راکړئ . مننه ولسلام

احسان الله شاکر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يأجوج او مأجوج دوه قومونه دي چې د نوح عليه السلام د زوی يافث له اولاد څخه دي(تفسير منير).

دې قومونو به په ځمکه کې فساد خپرولو چې بلاخره د ذوالقرنين په وسيله يو اوسپنيز مانع ورته جوړ شو او د دوی د راوتلو مخ يې بنده کړه .

قرانکريم کې يې داسې بیان راغلی دی :

{ حتى إذا بلغ بين السدين وجد من دونهما قوما لا يكادون يفقهون قولاً * قالوا يا ذا القرنين إن يأجوج ومأجوج مفسدون في الأرض فهل نجعل لك خرجا على أن تجعل بيننا وبينهم سدا .. الآيات } ( الكهف: 93 وما بعدها ).

ژباړه: تر هغه چي د دوو غرونو منځ ته ورسېد، تر هغو وړاندي ئې داسي قوم وموند چي دې ته نږدې نه وو چي په كومي وينا وپوهېږي. وئې ويل: اې ذوالقرنينه! يقيناً چي ياجوج او ماجوج په دې زمكي كي فساد خوروونكي دي، آيا كېدى شي چي تا ته څه خراج (ماليه) د دې لپاره دركړو چي زموږ او دوى تر منځ كوم سد او مانع جوړ كړې.

او دغه فاسد قومونه به په آخر زمان کې را وځي

لقوله سبحانه وتعالی :[حتى إذا فتحت يأجوج ومأجوج وهم من كل حدب ينسلون] }(الأنبياء:96).

باړه: تر هغه چي يأجوج او مأجوج پرانيستل شي او دوى به له هري لوړي راكوزېږي.

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : :«وَيَبْعَثُ اللَّه يَأْجُوجَ ومَأجوجَ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدِبٍ يَنْسلُون» (رواه مسلم)

ژباړه : الله تعالی به يأجوج او مأجوج را وباسي چې د هر لورې به راكوزېږي

او د ترمذي په حديث شريف راغلي : چې هغوی به هر ورځ د مانع او ديوال د سورې کولو کوښښ کوي او لږ ځای به پاتې کيږي او دوی وايي اوس ځو او پرېږدو يې سبا ته به وځو او هغه به الله داسې کلکوي لکه لومړی ځل چې وو او بلاخره به وايي :

«ارْجِعُوا فَسَتَخْرِقُونَهُ غَدًا إِنْ شَاءَ اللَّهُ» (را ځې سبا له دې څخه وځو ان شاء الله ) . نو وروسته به د الله تعالی په حکم راوځي .

احاديث په دې باندې دلالت کوي چې د يأجوج او مأجوج وتل د قيامت له لويو نښو څخه دي چې لومړی به دجال پيدا شي او کله چې دجال پيدا شي عيسی عليه وسلم به را کوز شي او بيا يأجوج او مأجوج را ووځي او بيا به هغوی د الله تعالی په حکم د عيسی عليه وسلم په وسيله قتل شي .

د یأجوج او مأجوج په اړه ضعيف او موضوع احاديث

دا خبره چې هغوی به نه مړه کيږي مګر دا چې خپل زر اولادونه وويني ، طبراني او ابن عدي او الباني موضوع بللی دی او زيلعي په کشاف کې د هغه راوي کذاب بللی دی او هغه حديث داسې دی :

( يأجوج أمة، ومأجوج أمة، كل أمة أربعة آلاف أمة، لا يموت الرجل منهم حتى ينظر إلى ألف ذكر من صلبه كلهم قد حمل السلاح ) رواه الطبراني و ابن عدي في الكامل وقال: “هذا حديث منكر موضوع”. و قال الزيلعي في الکشاف ، فيه محمدبن إسحاق العكاشي قال ابن معين كذاب وقال الدارقطني يضع الحديث .

او همدارنګه دا چې په هغه کې به يو قوم وي چې لوی لوی غوږونه به یې وي چې په يو عوږ به څملې او بل به د پاسه ورباندې اچوي ، دا حديث هم ځينې محدثينو ضعيف او ځينې منکر او موضوع بللی دی :

أن حذيفة بن اليمان – رضي الله عنه – سأل رسول الله – صلى الله عليه وسلم – عن “يأجوج” و”مأجوج” فقال له: ( يأجوج أمة ومأجوج أمة، كل أمة أربعمائة ألف أمة، لا يموت الرجل حتى ينظر إلى ألف ذكر بين يديه من صلبه، كل قد حمل السلاح ) قلت: يا رسول الله: صفهم لنا ؟ قال: ( هم ثلاثة أصناف: فصنف منهم أمثال الأرز . قلت: وما الأرز ؟ قال: شجر بالشام طول الشجرة عشرون ومائة ذراع في السماء، هؤلاء الذين لا يقوم لهم خيل ولا حديد، وصنف منهم يفترش بأذنه ويلتحف بالأخرى، لا يمرون بفيل ولا وحش ولا جمل ولا خنزير إلا أكلوه، ومن مات منهم أكلوه، مقدمتهم بالشام، وساقتهم بخراسان، يشربون أنهار المشرق وبحيرة طبرية ) قال الهيتمي : رواه الطبراني في الأوسط، وفيه يحيى بن سعيد العطار وهو ضعيف، وحكم عليه ابن عدي في الكامل بالوضع والنكارة .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 192 times, 1 visits today)