د پنځوسو لمونځونو د فرضيت څخه پنځه لمونځونه

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،
محترم مولوي صيب ! زه دوه پوښتنې لرم هيله ده د قران او صحيحو حديثو په رڼا کې يې راته سمه ځوابونه راکړئ :
۱ موږ ته ويل شوي دي چې په پخوانيو قومونو باندې ۵۰ وخته لمونځونه فرض ؤ ، نو دلته زما سره پوشتنه دا پيدا کيږي چې ، ایا دوی نورې د ژوند چارې هم پر مخ وړلې او که نه،آيا دا خبره سمه ده ؟
احسان الله شاکر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پنځوسو لمونځونو د فرضيت خبره د تعجب خبره نه ده ځکه د انسان د پیداښت موخه د الله تعالی عبادت او فرمابرداري ده ،لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶ ).

د نورو امتونو څخه ما ته علم نشته ، زمونږ پر په امت باندې لومړی پنځوس لمونځونه فرض شوي وو ، بيا موسی عليه السلام رسول صلی الله عليه وسلم ته مشوره ورکړه چې رب (جل جلاله ) ته عرض وکړه چې دا درته کم کړي ځکه ستا امت ددې توان نلري ، بيا څو ځله رسول صلی الله عليه وسلم خپل رب (جل جلاله ) ته د کمولو عرض وکړ تر دې چې پنځه لمونځونه شول دا قصه امام بخاری رحمه الله نقل کړې ده : «…. فَقَالَ: هِيَ خَمْسٌ، وَهِيَ خَمْسُونَ، لا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ، فَرَجَعْتُ إِلَى مُوسَى، فَقَالَ: رَاجِعْ رَبَّكَ، فَقُلْتُ: اسْتَحْيَيْتُ مِنْ رَبِّي (البخاري ۳۴۹) .

ژباړه : الله تعالی وفرمايل : د ورځې پنځه وخته لمونځ ادا کوئ د پنځوسو لمونځونو اجر درکول کيږي او زه هيڅکله د وعدې مخالفت نه کوم ، بيا موسی عليه السلام ته راغلم ، هغه راته وويل چې بيا هم رب (جل جلاله ) ته د کمولو عرض وکړه . خو دا ځل مې قبول نه کړ او ومې ويل : نور د الله تعالی څخه شرميږم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email