د «اللهم بارک لنا فی ما رزقتنا» دعا په باره کې

السلام علیکم ورحمت الله
الله د وکړی صحت ولري وروسته یوه پوښتنه هغه دا چې یوه استاد په یوه مدرسه کې د ډوډۍ په شروع کې دغه دعا(الهم بارک لنا فی ما رزقتنا وقنا عذاب النار( خپلو شاګردانو ته ښوولې وه خو ما په کتابونو کې پیدا نه شوی کړئ که د دې په باره کې معلومات راکړي چې دا په احادیثو کې راغلې که نه؟

صهيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې دعا په باره کې حديث شريف راغلی چې اسناد يې ضعيف دي .

عبدالله بن عمرو له آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی چې نبی صلی الله عليه وسلم به د خوراک مخکې دا دعا لوستله : « اللَّهمَّ بارِك لنا فيما رزقتَنا وقِنا عذابَ النَّارِ بسمِ اللَّهِ» .

ابن عدي په کامل الضعفاء ۷/۴۲۷ کې ضعيف بللی .

اما ذهبي په ميزال الاعتدال ۳/۵۴۹ کې منکر جداً بللی دی .

امام ابن حجر عسقلانی په لسان الميزان ۷/۱۳۶ کې منکر بللی دی .

او په دې باره صحيح دا دی چې د خوراک مخکې بسم الله ويل سنت دي .

روينا في صحيحي البخاري ومسلم، عن عمر بن أبي سلمة رضي اللّه عنهما قال‏:‏

قال لي رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏ ‏”‏سَمِّ اللَّهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ‏”‏‏.‏‏(2)(‏البخاري ‏(‏5376‏)‏ ، ومسلم ‏(‏2022‏)‏ ، والموطأ 2/934، وأبو داود ‏(‏3777‏)‏ ، والترمذي ‏(‏1858‏)‏ ، وابن ماجه ‏(‏3267‏)‏ ، والنسائي ‏(‏278‏)‏ ‏.‏ وتتمته‏:‏ ‏ ‏وكُلْ مما يليكَ‏ ‏‏.‏‏)‏ “(‏البخاري ‏(‏5376‏)‏ ، ومسلم ‏(‏2022‏)‏ ، والموطأ 2/934، وأبو داود ‏(‏3777‏)‏ ، والترمذي ‏(‏1858‏)‏ ، وابن ماجه ‏(‏3267‏)‏ ، والنسائي ‏(‏278‏)‏ ‏.‏ وتتمته‏:‏ ‏”‏وكُلْ مما يليكَ‏”‏‏.‏‏)‏

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً