په اسلام کې سختي او حرج نشته

له عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ، وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ»([1]).

ژباړه : يقيناً الله تعالی تير شوی ماته زما د امت له خطاء ، هېرې او هغه څه چې په دوی باندې اجباري شوي وي ( په غلطۍ ، هېرې او اجبار ګناه نشته).

تشريح :

د الله سبحانه وتعالی پراخه رحمت دی چې امت ته يې دری عذرونه معاف کړي دي لکه : خطاء داسې چې سړي قصداً د کوم کار مرتکب شوی نه وي بلکي په غلطۍ سره وي ، نسيان او هېرې سره او په يو کس په زور د کوم حرام کار کول کوم چې هغه يې د دفع کولو توان ونه لري ، نو دا دری واړه عذرونه بلل کيږي او په دې باندې ګناه نشته ، په قرآنکريم دا دری واړه ذکر شوی دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا] (البقرة : ۲۸۶ ) .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ ] (الاحزاب:۵) .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإيمَانِ ] (النحل:۱۰۶) .

[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ رَوَاهُ ابْنُ مَاجَه وَالْبَيْهَقِيُّ وَغَيْرُهُمَا.

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً