د نوروز لمانځلو حرمت

بعد له سلام زما پوښتنه داده چې
د نوروز د لمانځلو د حرمت په اړه شرعی دلایل شته که نه؟

محمد آجان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوروز ميله يا اختر د مجوسيانو اختر دی په هغه کې کډون کول او ددې ورځې لمانځل حرام دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« ( إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما يوم الأضحى ويوم الفطر» (ابؤداود ۱۱۳۴ ، نسائي ۱۵۵۶ ) .

يعنې : يقيناً الله تعالی تاسې د پاره دا ورځې په غوره ورځو بدلې کړې چې هغه د فطر او قربانۍ اخترونه دي .

يعنې د جاهليت د زماني اخترونه د اسلامي اخترونو (د فطر او قربانۍ ) اخترونه په ټاکلو سره بدل شول ، نوروز د جاهليت په زمانه کې د اور پرستو اختر وو .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ لِکُلِّ قَوْمٍ عِیدًا وَهَذَا عِیدُنَا ».

يعنې : د هر قوم او ملت لپاره اختر دی او زمونږ دغه اختر دی (فطر او قربان ) .

په “الموسوعة الفقهية” (12/7) کې راغلي :

د کفارو په اخترونو کډون کول جايز نه دي ځکه د هغوی په اخترونو کې کډون کول د هغوی سره مشابهت کول چې په دغه وعيد کې راځي « من تشبه بقوم فهو منهم» (څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي له هغوی څخه دی ) . ددې معنی دا ده چې مسلمانانو په د کفارو له شعائرو او کفري عقائدو نفرت کوي .

موسوعة الفقهية وروسته زياتوي او په دې باره کې د عبدالله بن عمر رضی الله عنه قول را اخلي چې په واضح ټکو سره د نوروز په اړه وايي : [من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك , حشر معهم يوم القيامة . ولأن الأعياد من جملة الشرع والمناهج والمناسك التي قال الله سبحانه وتعالى : ( لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه ) كالقبلة والصلاة والصيام ، فلا فرق بين مشاركتهم في العيد وبين مشاركتهم في سائر المناهج , فإن الموافقة في جميع العيد موافقة في الكفر , والموافقة في بعض فروعه موافقة في بعض شعب الكفر]

يعنې : څوک چې د عجمو په ښارونو کې د نوروز او مهرجان اخترونه ترتيبوي ، لمانځنه يې کوي او ګډون پکې کوي او هغوی سره مشابهت کوي تر څو وفات شي (د دغه عمل څخه توبه ونباسی ) ، د قيامت په ورځ به د هغوی سره حشر کيږي . ځکه اخترونو د شرع ، منهج او مناسکو له جملې څخه دي ، الله تعالی فرمايي : [لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه] لکه : قبله ، لمونځ ، روژه ، نو په اختر کې شرکت او په نورو ټولو ديني شعائرو کې شرکت او کډون فرق نلري ، نو موافقه په ټولو شعائرو اصلاً موافقه په کفر سره ده او موافقه په ځينو فروعاتو موافقه په ځينو برخو د کفر باندې دلالت کوي .

اللهم أغوذبک من ذالک

او په افغانستان کې ددې خرافاتو آساسي مرکز اوس مهال مزار دی چې هلته د نورو ځايونو لپاره خلک ورځي …. د سيمې په علماؤ واجبه ده چې ددې خرافاتو پر وړاندې کلک ودريږي .

او بل دا چې ځينې کسان په دې نظر دی چې د علی رضی الله عنه قبر په مزار کې دی ، دا خبره هيڅ حقيقت نلري د رافضان خرافات دي .

د نوروز په اړه نور مطالب

د نوروز لمانځلو په اړه لنډ بيان

https://dawat610.com/archives/4143

د مجوسيانو اختر (نوروز) لمانځنه چا ته په ميراث پاتې ده ؟

https://dawat610.com/archives/8306

د نوروز لمانځل حرام دي

https://dawat610.com/archives/8333

په نوروز کې خسرګنې او خپلوانو کره د سوغاتونو وړل

https://dawat610.com/archives/6688

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً