د قربانۍ د احکامو لنډ بيان

قرباني همغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانۍ يادګار دی کوم چه الله جل جلاله ابراهيم عليه سلام ته د خپل خوږ اولاد د قربانی  حکم کوي  پلار او زوی دواړه د خدای جل جلاله  حکم پرځای کوي .
 قوله تعالی :
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).
ژباړه :هغه هلک چه کله د هغه سره د منډو ترړو سن ته ورسيد ،نو ابراهيم عليه سلام هغه ته وويل زويه ! زه په خوب کی وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! د هغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .
اسماعيل عليه سلام دغه وخت لا بلوغ  ته نه ؤ رسيدلی خو د مور او پلار سره د منډو او کومک سن ته رسيدلی ؤ.
اصلاً دخدای جل جلاله د اسماعيل زبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم عليه سلام يی دا امتحان وکړ چه آيا دی د خپل خوږ اولاد قربانی ته هم تيار دی ؟ چه بلاخره پدی امتحان کی ابراهيم عليه سلام  بريالی شو د خپل زوی پرځای يی څاروی قربانی کړ .
نو دا زمونږ قربانی همهغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانی سنت دي .
ددې قربانۍ څخه اصلی موخه اخلاص دی ،خدای جل جلاله ته د قربانۍ غوښه نه رسي بلکی نيت او اخلاص  ورته رسيږي .
ابراهيم عليه سلام هم يو بشر ؤ هغه د خپل زلمی زوی زبحې ته حاضر شو مونږ خو بايد په ډير اخلاص  د تقريباً (1100-3000) افغانيو قربانی ته حاضرشو.

قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :

په کومو خلکو چه د فطرصدقه واجبه وي په هغو قربانی هم واجبه ده ،مګر د خپل طرف نه د خپل بالع او نابالغ اولاد د طرف نه واجبه نده اوکه څوک يی وکړی نو ثواب لري .
د قربانۍ وخت دری ورځی يعنی د ذوالحجی د لسم،يوولسم اودولسم د ماښام پوری دی .
پدی موده کی که شپه وي اوکه ورځ قرباني کولای شي خو د اختر لومړې ورځ بهتره ده.
سرسايه خو د اختر له لمانځه مخکی کول ضرور دي مګر قرباني د لمانځه څخه ورسته کول ضرور دي.

 

د کومو څارويو قربانی کول ضرور دي:

پسه ،سريلی ،غويی،ميښه او اوښ  دا پنځه ډوله څاروی که نر وي اوکه ښځه قربانی يی جائزه ده.
په ګډ اوڅرلی کی يواځی يو نفر او په غوا،ميښه او اوښ کی اوه کسان شريکدای شي .
د ګډ او وزګوړ يا سريلي عمر به يوکال يا ترهغه زيات وي ،خو که د يوکال نه کم وي او په جسامت اوصورت کې د يوکلن په شان معلوميږي بيا هم جايز دی .
غوا به دوه کاله يا تردوه کاله زياته وي اوښ د پنځو کالو يا ترهغه زيات وي .

 

د قربانی څاروی څنګه پکار دی :

د قربانی څاروی ښه اوتيار پکار دی ړوند،کوډ اولکۍ پرې کړي څاروی قرباني صحي نده.
۱- کوډ : چه په دريو پښو ځی او يوه پښه پر ځمکه نشی لګولای که يی ولګوي هم تلی ورباندی نشي .
۲- د کوم څاروی چه غوږونو اوغاښونه نه وي قربانی يې نه صحي کيږي .
مګرکه دوه يا څلور غاښونه يی نه وي يا يی د غوږ د دريمی  حصی نه کم پرې شوی وي صحي ده .
همدارنګه که ښکر يې بالکل په بيخ کی مات وي قربانی يي نه صحي کيږي او که لږ حصه ماته وي يا د پيدايښت په وخت کي نه وي نو د هغې قرباني جائزه ده.
۳- د ډير خوار او ډنګر څاروی چه يواځی هډوکی اوڅرمن پاتی وي اوغوښه بالکل ونه لري په ټيله روان وي قرباني يې نه صحی کيږي .
۴- که بی خبره د څاروی په ګيډه کې بچی راووت نو قربانی صحی ده که بچی يی روغ وي هغه دې هم قربانی کړي.

 

د قربانۍ کولو طريقه :

د قربانی څاروی به داسې څملوي چه مخ يې قبلې طرف ته وي او دا دوعا دی ووايي :
اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .
ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دي او زه د مشرکانو نه نه يم ،زما لمونځ ،زما حج اوټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده.
که يی دوعا ياد نه وي په زړه کی دې  نيت وکړی بسم الله او الله اکبر به ووايي .
څاروی بايد په تيره چاړه حلال کړ شي په پڅه چاړه زبح کول مکروه دي ځکه چې حيوان ته بې ضرورته تکليف رسيږي .
که چا قصداً بسم الله او الله اکبر پريښودل نو څاروی مردار شو، مګر که اراده يی وه خو د حلالولو په وخت کی يی هيره شي نو حرامه نده.
څو پوری چه د څاروی ساه نه وی وتلی ترهغه پوری د څرمن ويستل او سرپريکول ندي پکار.
څوضروری مسئلی :
۱- د قربانی غوښه به دری حصی کړی  يوه خپل ځان ته ،يوه  حصه به په خپلو خپلوانو وخوري او دريمه برخه به په فقيرانو اومسکينان وويشی ،خو که کور ګڼ وي ټوله  دی پر خپل اهل عيال وخوري.
۲- د قربانی څاروی که پخپله حلال شی بهتره دی ،پر بل چا حلالول هم جائز دی خو چې هلته سړی موجود وي ،د قصاب  مزدوري به له خپله جيبه ورکوي نه له قربانی څخه.

د قربانۍ نور مسائل

د قربانۍ په باره کې پوښتنه

د قربانۍ نصاب او مسائل

د وفات شويو قريبانو د پاره قرباني کول جايز دي

د خارج نه خپل وطن ته د قربانۍ د پاره پيسې ليږل

د رسول صلی الله عليه وسلم د پاره قرباني کول جايز دي ؟

د قربانۍ د نصاب د پاره د سپينو زرو نصاب په نظر کي نيول کيږي او که د سرو زرو ؟

د قربانۍ ځنې مسائل

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. زماسوال دهغه تصویرپه باب دی چه هغه دیوداسی شهیدوی چه دالله په لارکی یی ڈیری قربانی ورکڑی وی نوددی دپاره چه دخلگودی اوددقربانی هیری نشی اودده دشمنانوته داخیی چه دده انتقام زموژهیرندی اودخلگوپه زڑوکی ددی تصویر په وجه دجهادمینه پیداشی نوداجوڑول اوپردیوال ٹکوهل جایزدی کہ نہ زہ ستاسی جواب تہ انتظاریم

  2. داسلامی لارشود محترمو ورونو
    دمری(سوک چی وفات شوی وی) لپاره قربانی سه حکم لری بعضی خکلو په جان بیخی واجب گرزولی وی آیا ثواب لری اوکنه اوبعضی خلک بیاوایی چی دا په خیرات کی حسابیژی . مننه ستاسو دمفصل جواب په هیله

    ستاسوورور حکمت الله

  3. مننه ما خپل جواب ستاسو په سایت کی پیداکر.

    مننه الله د زیات اجرونه درته نصیب کری

  4. السلام علیکم :

    ماشاءالله الله دې ستاسو دا سایټ کامیاب کړی او الله دې تاسو ته نور هم برکت در کړي چې د سایټ لپاره ښکلي مطالب پیدا کړۍ او ما غوندې نا خبره مسلمانان تری خبر کړۍ، او انشاءالله تر خپلې وسی به ستاسو سایټ ته هم خدمت وکړو که چیرته ضرورت پیښ شي.

    والسلام!