د موسيقۍ څخه د خلاصون لارې

وروڼو او خويندو ! اوس مو چې د موسیقي حرمت او د هغه اضرار وپيژندل تاسې ته د هغه څخه د خلاصون په ځينې لارو باندې وصيت کوم هيله ده چې کلک عزم وکړئ او د دغه سترې بلاء څخه ځان خلاص کړئ .

۱- خپل څښتن (جل جلاله) ته د نصوح توبه وکړې ، په تير وخت پيښمانتيا او توبه او د هغو فوراً ترک کول او د آينده لپاره د هغه د ترک کلک عزم کول او د ګناه په ترک باندې صبر اخيارول .

۲- د سندرو او موسيقۍ ټول مواد له موبايل ، کمپيوټر او کور څخه ايستل او د هغه له مينځه وړل او د ناچاری په صورت د اسلامي اناشيدو اورېدل .

۳- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ځکه کامل لمونځ سړی له بدو کارونو ساتي او د لمانځه کمال په جماعت سره ادا کول دي او د ښځې لپاره په خپل وخت لمونځ سره له ټولو احکامو .

۴- ډير ډير استغفار لوستل ځکه چې استغفار د ګناهونو اثر له مينځه وړي او بدن پاکوي .

۵- هر وخت او په خاص توګه د سباء او بيګا اذکار لوستل ځکه چې د اذکارو ويلو په وجه شيطان لرې کيږي او د خير لپاره سينه پراخه مومي .
۶- د فاسقو خلکو ملګرتيا پرېښودل او د هغه پر ځای د نيکو او صالحو ملګرتيا او ذکر ، علم او خير په مجلس کې برخه اخيستل .

۶- د مشهورو قاريانو د قرآن تلاوت ته غوږ نيول کوم چې په ښه اواز خشوع او خضوع سره تلاوت کوي په خاصه توګه د (محمد البراک او محمد انور الشحات) تلاوت ته غوږ نيول.

۷- د پيغمبرانو عليهم السلام ، صحابه کرامو او د امت د صالحو کسانو قصص لوستل او د هغوی د ژوند څخه عبرت اخيستل .

۸- په تنهايی کې له ځان سره محاسبه کول ، د تير وخت په بدو کارونو پښېمانتيا او بيا د الله تعالی له وېرې او د بې حسابه نعموتو په شکرانه خپلې اوښکې تويول ….. او په داسې سترګو به د دوزخ اور حرام وي .

۹- د هدايت دعا او د ټولو رزائلو څخه د خلاصون دعا او د تقوی او په ايمان باندې د ثبات دعا غوښتل .
په آخر کې د ځان او ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو لپاره دعا کوم چې ای الله ! مونږ د دغه ديني او اخلاقي وباء څخه خلاص کړي ، فاسقو ، رزيلو او فاني سندرو پر ځای مو ستا د کلام قرآن سره مينه پيدا کړي .

د مفسدينو او شيطانانو له کيد څخه مو خلاص کړي او ستا په صالحو بنده ګانو کې مو حساب کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً