د لاس او سر په اشاره سره سلام کول

د سر يا لاس په ښورولو سره سلام کول صحي دي او که نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سلام د لفظ څخه پرته د لاس او سر په اشاره سره په هغه صورت کې چې سړي د سلام د اداکولو قدرت ولري مکروه دی ځکه چې دا د اهل کتابو عمل دی ، په حديث شريف راغلي دي :« ليس منا من تشبه بغيرنا ، لاتشبهوا باليهود و لابالنصاری ، فان تسليم اليهود بالأصابع ، و تسليم النصاري الاشارة بالأکف » (الترمذي) .

يعنې : له مونږ څخه دی څوک زمونږ پرته د نورو مشابهت نه کوي ، د يهودو او نصارا څخه مشابهت مه کوئ ، ځکه چې د يهود سلام د ګوتو په اشاره او د نصاراؤ سلام د لاس په اشاره سره دی .

مګر له اشاره د سلام د لفظ له ادا کولو سره وي او مسلمان د مسلمان څخه دومره لري وي چې عږ يې نه اوري نو بیا کراهيت نلري .

جاء في الموسوعة الفقهية :

يُكْرَهُ السَّلامُ أَوْ رَدُّهُ بِالإِشَارَةِ بِالرَّدِّ بِالْيَدِ أَوْ بِالرَّأْسِ بِغَيْرِ نُطْقٍ بِالسَّلامِ مَعَ الْقُدْرَةِ وَقُرْبِ الْمُسَلَّمِ عَلَيْهِ ؛ لأَنَّ ذَلِكَ مِنْ عَمَلِ أَهْلِ الْكِتَابِ : الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى لِقَوْلِهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – فِيمَا رَوَاهُ عَمْرُو بْنُ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ ” لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا ، لا تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ وَلا بِالنَّصَارَى ، فَإِنَّ تَسْلِيمَ الْيَهُودِ الإِشَارَةُ بِالأَصَابِعِ ، وَتَسْلِيمَ النَّصَارَى الإِشَارَةُ بِالأَكُفِّ ” (2) . فَإِنْ كَانَتِ الإِشَارَةُ مَقْرُونَةً بِالنُّطْقِ ، بِحَيْثُ وَقَعَ التَّسْلِيمُ أَوِ الرَّدُّ بِاللِّسَانِ مَعَ الإِشَارَةِ ، أَوْ كَانَ الْمُسَلَّمُ عَلَيْهِ بَعِيدًا عَنِ الْمُسَلِّمِ ، بِحَيْثُ لا يَسْمَعُ صَوْتَهُ فَيُشِيرُ إِلَيْهِ بِالسَّلامِ بِيَدِهِ أَوْ رَأْسِهِ لِيُعْلِمَهُ أَنَّهُ يُسَلِّمُ ، فَلا كَرَاهَةَ (الموسوعة الفقهية ۲۵/۱۵۹ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً