د قهر او غصې علاج

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
هیله دی چی روغ او جور به یاست علی حضرت کتوازی یم له کابل ولایت نه
زه یوه پوشتنه لرم هغه دا چی :-
پوشتنه :- زماپوستنه دغوصی نه مخنوی کول دی سنگه چی دافغانستان خلک دی مشکلات اوروانی ناروغی لری یم هم غوصه دی که تاسو راته داسلامی لاری راته یی علاج وشایاست دیره مهربانی به مو وی
نوت :- یوخبره داچی کله زه پوشتنه ورلیژم نو هغه چیرته کتلای شم .مننه دنور بریاوو په هیله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قهر او عصې څخه پرهيز او د هغه کابو کول د متقيانو صفت دی ، د دنيا او آخرت خير دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ] (آل عمران 134) .

ژباړه : پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي ، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي .

د قهر په کابو کولو د لوی اجر زېری :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :«ومن كظم غيظاً ، ولو شاء أن يمضيه أمضاه ، ملأ الله قلبه رضاً يوم القيامة » (رواه الطبراني 12/453 ، صحيح الجامع 176 ).

ژباړه : څوک چې خپل قهر او غصه کابو کړي حال دا چې دی د هغه په عملي کولو قادر وي الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده زړه له خپلې رضا څخه ډک کړي .
او فرمايي :« من كظم غيظاً وهو قادر على أن ينفذه ، دعاه الله عز وجل على رؤوس الخلائق يوم القيامة حتى يخيره من الحور العين ماشاء » (رواه أبو داود 4777 وغيره ، وحسنّه في صحيح الجامع 6518 ).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چې عصه کابو کړي حال دا چې د هغه په عملي کولو قادر وي ، الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ د خلکو د مشرانو په صفت بولي او هغه ته به د حورالعين د انتخاب اختيار ورکوي .

د قهر کابو کولو شرعي لارې :

۱– د شيطان څخه پر الله تعالی پنا غوښتل :

عن سليمان بن صرد قال : «كنت جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم ، ورجلان يستبّان ، فأحدهما احمرّ وجهه واتفخت أوداجه ( عروق من العنق ) فقال النبي صلى الله عليه وسلم : إني لأعلم كلمة لو قالها ذهب عنه ما يجد ، لو قال أعوذ بالله من الشيطان ذهب عنه ما يجد» (رواه البخاري ، الفتح 6/337 ومسلم/)2610 .
ژباړه : سليمان بن صرد وايي : مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست ؤ دوو کسانو يو بل ته ښکنځل کول ، د هغوی نه د يو مخ سور او د غاړې رنګونه يې د باندې وتلي ؤ . نبی الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : زه داسې کلمه پيژنم کچيرې هغوی ووايي غصه يې له مينځه ځي ، کچېرې اعوذ بالله من الشيطان ووايي قهر او عصه کښيني .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې :«إذا غضب الرجل فقال أعوذ بالله ، سكن غضبه» ( صحيح الجامع الصغير رقم 695 .)
ژباړه: کله چې چا ته قهر او عصه ورشي نو اغوذ بالله دې وايي . قهر به يې آرام شي .

۲– سکوت کول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إذا غضب أحدكم فليسكت » (رواه الإمام أحمد في المسند 1/329 ،صحيح الجامع 693 ، 4027 ) .
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه څوک په عصه شي سکوت او چوپ دې شي .

ځکه په عصه کيدل د شدت په وخت د سړي شعور له مينځه وړي چې بيا ددې خطره وي چې د خولې څخه يې کفر ، لعنت او طلاق خبرې ووځي . نو ددې خطرناکو ويناوو حل سکوت دی ..

۳– آرام او سکون کول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس ، فإن ذهب عنه الغضب وإلا فليضطجع») .مسند أحمد 5/152 و صحيح الجامع رقم 694) .
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه چا ته عصه ورشي که ولاړ وي نو هغه لره کښيناستل په کار دي کچيرې يې بيا هم عصه لاړه نشي نو هغه لره څملاستل پکار دي .

په دې طريقه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تعليم مطلب دا دی چې عصه کوونکي به ډير مخکې مخکې او تيز نه ورځي چې ناست وي را ولاړ شي او ولاړ وي حرکت وکړي ځکه په داسې حرکاتو کې د وهلو او قتل خطر وي .

چې لږ وروسته به بيا پر خپل عمل سخت پښېمانه وي .

مګر ناستی د هيجاني حالت څخه لري دی او پرېوتل نور هم لري وي .

۴– د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وصيت باندې عمل کول :

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال لا تغضب . فردّد ذلك مراراً ، قال لا تغضب (رواه البخاري في فتح الباري 10/456) .
ژباړه: د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې ما ته وصيت وکړه ، ويې فرمايل : قهر او عصه مه کوه .هغه سړي دا خبره څو ځله تکرار کړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وويل چې عصه مه کوه .

۵– دعا :

دعا د مؤمن سلاح ده ، مؤمن به هر وخت د شر او آفاتو ، کفري اقوالو ، بدو او رزيلو اخلاقو او غصې کولو پناه غواړي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً