د قسطونو په ادا کولو کې د زیادت حکم

سلامونه او احترامونه وړاندي تاسو محترمو ته .پوښتنه دا ده چي زه په اروپا کي اوسيږم او ما د يوي کمپني څخه يو مبايل په قرض واخيست خو يو څه وخت بعد زه کور ولاړم او چي کله بيرته راغلم نو د کمپني د مبايل پيسۍ دوه چنده کړي دي او زه ورته وايم چي دا خپلي پيسی څومره کيږيي هغه به ټولي درکړم خودا اضافه پيسې نشم در کولاي غو هغوي دا نه مني واي بايد ټولي راکړي دا زمونږ قانون دي .نو زه هيران که اضافه پيسې ورکړم نو دا خو سود شو او که ور يي نه کړم نو نوري هم اضافه کيږي
ستاسو د جواب په هيله

ذاهدالله ناصر – اورپا


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په قرض او همدارنګه قسط باندې د شی خرڅول جايز دي په شرط ددې چې نرخ يې معلوم او د ځنډ او قسط په صورت کې زیادت نه وي

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/10810

دا چې د قسطونو په ادا کولو کې زيادت وي دا سودي معامله ده ، او دا ډول معامله حرامه ده ، په کلکه ځان ساتل ورڅخه پکار دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] (آل عمران/۱۳۰).

ژباړه : ای مؤمنانو ! څو څنده سود مه خورئ له الله څخه وډار شئ کيدای شي چې خلاصون به مو په برخه شي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

ربا النسيئة: وهو الزيادة التي يأخذها البائع من المشتري مقابل التأجيل كأن يعطيه ألفاً نقداً على أن يرده عليه بعد سنة ألفاً ومائة مثلاً.

تاسې هملته د جومات د امام يا کوم اسلامي مرکز سره مشوره وکړی ، کيدای شي هغوی تا ته داسې لاره وښيي چې ددې معاملې څخه د سود ورکولو پرته خلاص شې ، ځکه چې هغوی ددې ډول معاملاتو په احوال ښه خبر دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً