د کفارې ادا کولو مسائل

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ،څو پوښتني لرم که يو کس د روژي کفاره په يو ځل يوي غريبي کورني ته ورکړي کفاره يي کيږي او که نه د کفاري پيسي په يو جومات کي ورکړي کفاره يي کيږي او که يو کورني يي  مثال 6 کسان ولري او د کورني مشر ته د 6 کسانو د کفاري پيسي ورکړي کفاره کيږي او که نه ډيره مننه د جواب په هيله …

نويد خان – افغانستان . جلال اباد


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قتل خطاء ، د ظهار او روژې کفاره دری شيان دي . د غلام آزادول که نه وي ، دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول او که دا يې پر وس پوره نه وي شپيتو مسکينانو ته دوه څاښته په مړه ګيډه خوراک ورکول او يا هر يو ته نيم صاع غنم او يا د هغه قيمت ورکول دي .

صاع د امام ابوحنيفه او امام محمد په نزد (8) عراقي ارطال او يو عراقي ارطال (130) درهم دی چې مساوي کيږي له (3800) ګرامه سره ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به مد او دوه رطله اودس کولو او يو صاع يا (8) ارطال به يې غسل کولو .

نو د نيم صاع وزن (1900) ګرامه يا (1.9) کلوګرامه کيږي .

په يو ځل يو مسکين ته يا يوې کورنۍ ته د کفارې ورکول جايز نه دي ځکه د شرعي نص خلاف دي ، کچيرې يو مسکين ته دوې مياشتې يا شپيته ورځې خوراک ورکړي جايز دی .

کفاره يوازې مستحقو مسکينانو ته ورکول جايز دي ، په نورو خيريه کارونو لکه : جومات ، لاره جوړول ، مدرسه کې لګولو سره نه ادا کيږي ، همدارنګه خپلو والدينو او زامنو ته يې ورکول جواز نلري .

جاء في تبيين الحقائق شرح کنز الدقائق ۳/۱۱ :

قَالَ رحمه الله فَإِنْ ( لَمْ يَسْتَطِعْ الصَّوْمَ أَطْعَمَ سِتِّينَ فَقِيرًا كَالْفِطْرَةِ أَوْ قِيمَتِهِ ) لقوله تعالى { فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا } وَقَوْلُهُ كَالْفِطْرَةِ يَعْنِي فِي قَدْرِ الْوَاجِبِ حَتَّى يَجِبَ عَلَيْهِ نِصْفُ صَاعٍ مِنْ بُرٍّ أَوْ صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ شَعِيرٍ لِقَوْلِهِ { عليه الصلاة والسلام لِسَلَمَةَ بْنِ صَخْرٍ الْبَيَاضِيُّ أَطْعِمْ سِتِّينَ مِسْكِينًا وُسْقًا مِنْ تَمْرٍ بَيْنَ سِتِّينَ مِسْكِينًا } رَوَاهُ أَبُو دَاوُد , وَابْنُ مَاجَهْ , وَالتِّرْمِذِيُّ , وَأَحْمَدُ.

وقال العلامة ابن نجيم في البحر الرائق:” وَإِنْ أَعْطَى فَقِيرًا شَهْرَيْنِ صَحَّ ، لِأَنَّ الْمَقْصُودَ سَدُّ خُلَّةِ الْمُحْتَاجِ وَالْحَاجَةُ تَتَجَدَّدُ بِتَجَدُّدِ الْأَيَّامِ فَتَكَرُّرُ الْمِسْكِينِ بِتَكَرُّرِ الْحَاجَةِ حُكْمًا فَكَانَ تَعْدَادًا حُكْمًا.

و قال الإمام السرخسي في كتابه المبسوط:

” ولو أطعم الطعام كله مسكيناً واحداً لم يجزه في دفعة واحدة؛ لأن الواجب تفريق الفعل بالنص فإذا جمع لا يجزيه إلا عن واحد، كالحاج إذا رمى الحصيات السبع دفعة واحدة، ولو أعطاه في ستين يوماً أجزأه عندنا، ولا يجزئه عند الشافعي رحمه الله تعالى؛ لأن الواجب عليه بالنص إطعام ستين مسكيناً، والمسكين الواحد بتكرار الأيام لا يصير ستين مسكيناً فلا يتأدى الواجب بالصرف إليه “.

جاء في الفقه الاسلامي وادلته :

وعند الحنفية: مدان، أو يغذيهم ويعشيهم غداء وعشاء مشبعين، أو غداءين أو عشاءين، أو عشاء وسحوراً. والمدان أو نصف الصاع.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً