سجدې ته د تتلو په وخت لومړی زنګنونه پر ځمکه ايښودل کيږي

سلامونه می ومنی دیره دیره مننه کوم له دغو لویو خدمتونو نه چه تاسی یی وړاندی کوی الله پاک د پوره اجرونه درکړی! زما یو څو سوالونه دی هیله ده چی ځواب راکړی.
۱. دو ملګری دی چی دا یو یی معیوب ده او بل یی مجبور. مجبور د معیوب څخه ۲۰۰۰۰ زره افغانی غواری او ورته وایی که چیری یی بیرته غواړی نو درنه یی نه اخلم معیوب ورته وایی چی هیڅ کله هم نه غواړم. اوس د دی دواړو ملګرتو خراب شوی ده او معیوب د دی مجبور څخه پیسی غواړی او دی سره نشته ایا دا پیسی ورکول څنګه دی په داسی حال کی چی مجبور سره پیسی هم نشته ایا دا د دی معیوب حق کیږی او کنه؟
۲. د سجدی ادا کولو په وخت کې اول لاسونه په ځمکه لګول کیږی او که زنګننونه؟
۳. که چیر یو کس د هغه امام پسی چی لمونځ کووی ورپسی خبری کوی کله وایی چی تلاوت یی غلت ده، کله وایی حدیث ویلو کی زیاتوالی کوی، کله وایی چی یو سورت تکرار وایی کله له سر نه یی شروع کوی او کله له اخر نه کله څه وایی او کله څه. د دی کس لمونځ د دی امام پسی کیږی او کنه؟ –

مننه! خاليد ظريفي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

نه پوهيږم چې ددې پوښتنې مطلب څه دی .

دا پيسې په نيت پورې اړه لري آیا نيت يې قرض دی که هبه ؟ که هبه او بخشش وي نو په هبه او بخشش کې پښيمانتيا نشته او که قرض وي نو بيا يې ادا کول دی .

دوهم :

سجدی ته د تلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې يا زنګنونه بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل کيږي

په دليل د دغه حديث شريف :««رأيت رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا سجد، وضع ركبتيه قبل يديه، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه» .

سجده په اوو اندامونو کول پکار دي :

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم)

ژباړه: ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو

دريم : لمونځ يې صحي کيږي لکن په امام پسې خبرې کول ګناه ده ، اسلام د نصحيت دین کچېرې په هغه کې څه غيب وي هغه ته دې نصيحت کول پکار دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً